که مسجد که خانقا که ميخانه ده
ستا په حسن ستا په ذکر رنګينه ده
پر کنعان چي په کوټه پيسو خرڅيږي
چا نيـــولــي و مجــــــنون ته آينــه ده
چي په يوه جرعه د دار تر حلقي ولاړى
ډکه کړي چا منصور ته پيمانه ده
په لمبه کي چي تصوير د جانان ويني
پـه نڅــا ځکه په اور کي پــروانــه ده
د مجنون پر زړه هم نقش د صنم مخ
دا ليلا او دا ښکلا يي بهانه ده
د ازل د حسن سيورى پر لويـدلى
کني جوړه خو له خاورو ګلخانه ده
د عرفان زړګى هم هغه رعنا وړى
دغه خيال او دا غزل يي نښانه ده