دخپریدو نیټه : 2014-01-28 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
زاغ
اټک يوسفزی
چې ترڅو پورې په زړه باندې داغ نه شي
تر هغې به د شاعر فکر باغ نه شي
د زمري غوښه که سل ځلې پرې وخورې
زړور به د شاهين په څېر زاغ نه شي
مشتري باندې به هم اغيز و نه کا
معطر چې د عطار پرې دماغ نه شي
يو ارمان يې زړه کې يو پښتونستان دی
دغه خوار اټک به هيڅکله چاغ نه شي