دخپریدو نیټه : 2014-01-28 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
غزل
پوهنمل محمد وارث
وږمې چی یاغي شويدي اسمان څه ملامت دی
د ورېځو کډې لاړې نو باران څه ملامت دی
زمونږله بد قسمته پانوسو کی شمعې مړې شوې
سيلۍ د اسوېلو وه نو توپان څه ملامت دی
ماښامه تر سحره د سوچونو لاروي وو
خوبونه تښتيدلي نو اذان څه ملامت دی
محفل کی ئی د مېنې پیمانې اوچتولې
اغېار سره جلا کړل نو میزبان څه ملامت دی
زاهد په میکده کی له جوماته توبه ګار شو
ده هر څه په ځان کړیدي يزدان څه ملامت دی
دهیلو بڼ کی څانګې په سجدو او په توبو وې
ګزمه وه د ږليو نو خزان څه ملامت دی
هوښیار شه ای ( وارثه ) چی سفر ډک له خطر دی
څپو زړه کی غصه ده جالوان څه ملامت دی