دخپریدو نیټه : 2014-01-31 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
ډيوې به بلوم
پو هنمل محمد وارث
له باده نه ویریږمه ډیوې به بلوم
پاڅېږمه که لوېږمه ډیوې به بلوم
وګورۍ ای خلکو چی وزرو مې اور اخيستی
پتنګ غوندې سوځیږمه ډيوې به بلوم
چا زمونږ د کلي نه د ستورو رڼا يووړه
که ګل غوندې رژیږمه ډیوې به بلوم
شوګېر مې تورو شپو کی د همدې لپاره دی
څپه یمه خپريږمه ډیوې به بلوم
اجله ته مې شمیره قدمونه وار په وار
د شپو زړه ته کوزېږمه ډیوې به بلوم
اور او په سکروټو باندې شپې شم تيرولی
رقیب له تور وېرېږمه ډیوې به بلوم