پردی په مینه راخپلیږی
په زور پردی کله خپلیږی
روح د بدن کله بیلیږی
ټول مینان پدی پو هیږی
د مینی قدر مینانو زړه کښی وینه
سپینه دی ګیره ډ یر هوسونه – سترګی دی توری سره دی لاسونه
په ګود ر ګرزی کوی سیلونه – ډ یر دی خوښیږی دا سپین مخونه
ستا د ځوانۍ مرض پیرۍ کښی را ویښ شوونه
ګیره می سپینه په زړګی ځوان یم – په زورقوت کښی ښه پهلوان یم
ته می لیلا زه دی جانان یم – ستا د لید لو په ډ یر ارمان یم
خواته می راشه چی دی وکړم د ید نونه
زما نه څه غواړی پیرۍ کښی– پیری ښه ښکا ری په شیخۍ کښی
تا وان دی ګورم نن یارۍ کښی – بستره واخله ځه تبلیغۍ کښی
کلی په کلی د دعوت کړه تبلیغوونه
ته می لیلا زه دی مجنون یم – له تا پسی تل جګر خون یم
دا ستا په مینه کښی مفتون یم - خفه دی ګلی زه په بیلتون یم
ستا جدایی می زوروی لیونی شومه
یار په ځوانۍ کښی وه ویده – چی اوس را یاد یی شومه زه
لاس او پښی شو لی کاږه – صورت یی دی لکه د مړه
د شیطا نا نو په خوله مکړه عملوو نه
د جلۍ دا وینا ریښتیا ده – واده پیرۍ لوی خطا ده
د بوډا ځا ن پوری خندا ده – چی نتیجه یی اخر جفا ده
(روغواله) ونکړی پدی سن کښی واد ونه