اروپایی شاعر افغان ته ویل
ستا په شعروکی تل غمونه لولم
کله می نه ولید د ښکلو صفت
همیش دردونه او جنګونه لولم
ایا، ښکلا، مولا، دی نه خو ښیږی
د می خانی په بیروبار کی اشنا
دحورو رقص ګډا دی نه خوښیږی
او دشرابو سرو جامونو سره
په سرو شونډو مسکا دی نه خوښیږی
یا چی بربنډی کړی بیا سپینی پونډۍ
په ناز، آدآ درکړی بیا سپینه خولګی
کله کږه وږه نخری وکوی
مستۍ نه ستړی شی خولی وکوی
بیا چی خولی شی په عطرو ورګډی
پر سپین مخ پریوزی د اوربل وریځی
دانه دانه لکه شبنم غوندی چی
باران راپریوزی د سینو و بڼ ته
بس سم سړی په لیونتوب راولی
سړیتوب کډه شی خرتوب راولی
شاعران لیکی دا د ناز پاڼو کی
داسی نازک، نازک خیالی شعرونه
وژوندته نور هم رنګیتوب ورکوی
داسی خواږه داسی تاوده شعرونه
افغان شاعر ترخه مسکا وکړله
هرسړی خپل د زړه سندره لیکی
څوک خو د ښکلو په کوڅو کی ورک شی
څوک بیا د اوښکو مرغلره لیکی
څوک نیمه شپه کی په ګډاو او نڅا
څوک بیا د ویر ماتم بدله لیکی
شاعره ای اروپایی شاعره
ایا پوهیږی دلته څه تیریږی
شراب خو پریږدی زما خوار وطن کی
تنکی ماشوم په ګیډه نه مړیږی
پلار یی جګړی ترینه په زور اخیستی
او ښوونځی کی یی ماینونه پراته
چی و څښلو ته اوبه نلری
زړه کی ډیر ډیر ارمانونه پراته
شاعره ای اروپایی شاعره
ته خرمستانو ته مستی ورکوی
زه می ودی تنکیو څانګو لره
د ژوند کولو انرژی ورکوم
ستا چاپيریال دی و خوښو ته پیدا
زما چاپیریال دی و غمو ته پیدا
ځکه ته دغه اوزه هغه لیکم
ته دهغو زه ددغو شاعریم
ته یی د خپلو ولسونو مداح
زه ددردمندو پرګنو شاعریم
د ۲۰۱۴ کال د فبروری ۲مه