په یوه دفتر کښی دوه رنګ ماموران وه
نیم زاړه وه نیم پکښی کمکی ځوانان وه
زړو کړې وه شل کاله ماموریت
دوی لرلو خپل مسلک کښی مهارت
په خپل ګوتو به یی لیکلو مکتوبونه
خدای(ج) ورکړی وه ښایسته ښکلی خطونه
صادره او وارده د دغو کار وه
په میزو یی د مکتوبونو جوړ انبار وه
د اتو نه تر څلوریی حاضری وه
په ټول کال کښی به یی شل ورځی رخصتی وه
د جمعی په ورځی دوی کولو کار
دا شل کاله دوی تیر کړي ناقرار
اته سوه افغانۍ د دوی معاشونه
پیشکی به یی تل اخستی وه قرضونه
رسید لي غریبی وه په قسمت کښی
خو یو کار وه ژوند د دوی وه په غزت کښی
په کوم وخت کښی چی نظام سرمایه داری شوه
هر یو کار کښی را ښکاره چل دورنګي شوه
څو تنکیو ځوانانو لوستی وه کورسونه
کمپیوټر او انګریزۍ وکړل چلوونه
جګ پو ستوو کښی مقرر شولو ځوانان
د زړو په سر یی دوی کړل امیران
د لیکلو کار نن واړه کمپیوټر کا
د لیږلو کار یوازی یو انټر کا
انټر نیټ پکښی غجیب وکړل کارونه
را نیزدی یی کړل د ځمکی تنابونه
چی میاشتو او کلو به رسیدل
ثا نیه کښی اوس هعه کارونه شول
په ډالرو باندی د وی اخلی معاشونه
دا زاړه ماموران خوري خپل لړمونونه
په اوو ورځو کښی دری ورځی دوی رخصت وی
د فترونو کښی ارامه او ښه راحت وی
دغه ټولی لاس راوړنی ډ یری ښي دی
د ځوانانو پکښی تک تنها مزي دی
یو یی پورته کړو اسمان ته بل کسکر شو
زوړ کارمند پکښی بی شانه د ر په د ر شو
ای (روغواله) اسلامی ښکلی نظام دی
ډ یر افسوس چی زمونږ کله ورته پام دی