دخپریدو نیټه : 2014-02-10 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
بوسه په پیغام
احمدجان نوزادي
مینه دلیری په پیغام نه کیږی
جانانه زما اوستا یاری سخته شوه
ته په اسمان کی لکه ستوری ورک یی
زما پر ځمکه زندګی سخته شوه
وعده وعدی د مینی هر څوک کوی
خو بیا دمینی لارویان معلوم وی
چی دخپل سره، سره لوبي کوی
ددغی لاری اتلان معلو م وی
مین خو پریږده ته رویبار هم نه یی
ته د ګودر د غاړی یار هم نه یی
ته خو یوازی د یوه مازدیګر
و سر ښندلو ته تیار هم نه یی
ځان سوځول د پتنګانو کاردی
یاره یاری د سربازانو کار دی
ورځه ورځه خپلی پیسی ټولوه
مخ دی ښه وینځه خو توبی توره وه
کابل افغانستان