د وطن په ســـتر نامه ځما سوګند دی
چې مې سرکې ستا سره عشق دم په دم دی
د هر کاڼي نه دې سرومال قربان شه
ستا په غیږ مې د تل له پاره ژوند دی
د پامیر او هندوکش د غــــرو هیواده
په جهان کې دې نوم ستر سر دې بلند دی
د پاریس او د سویس طبعي ښکلا نه
ډېر اوچت ترېنه ښایست د یو هلمند دی
ښیسته غرونه دې په ښکلو ونو ډک دي
د جنت په څیر دا ستا د میوو خوند دی
زیږولي دې زامـــن لکه زمــریان دي
په تاریخ کې دغه باب ښکاره څرګند دی
دښمنان دې پــه ژړا درځنې تللي
ښه په یاد مې دا یاد ګار او دغاه پند دی
چا چې تا ته په کاږه نظــر کتلي
بیا جوړ شوی د شرمونو ورته پنډ دی
په تاریخ کې ای ویاړلی ګــران هیواده
(اشنا) ستا په محبت کـې تل پابند دی
شاعر- ارواښاد سیف الرحمن(اشنا