کله وایمه یاغی شم، ستوری راوړم له اسمانه
کله وایم لیونی شم، لاړشم لیری له جهانه
کله وایم غرسنی شم په دی غروکی به لاڅه وی
ددی دنګو غرو لیوانو او زمرو کی به لا څه وی
کله وایم شرابی شم هسی غرق شم په خموکی
دخپل ځان ځنی پردی شم شمه ورک دی پرګنوکی
کله وایم میدانی شم ګریوان څیرکړم په چیغو
تا دخوب څخه راو ویښ کړم شمه سر په لویو کریږو
کله وایم یاغی شم ټول جهان پر ځان راټول کړم
دنړی دهره ګوټه مست رندان پر ځان راټول کړم
کله وایم هرڅه وران کړم بیا د سره یی ودان کړم
بس یو داسی جهان جوړ کړم چی جهان ورته حیران کړم
کله وایم قلم واخلم او دا زوړتدبیر بدل کړم
دا چی ته یی تقدیر بولی، دا اذل تقدیر بدل کړم
هندوکشه زنګوه یی توپانونه را زلمی که
د هلمند مستو څپو کی، مړه موجونه توپانی که
کابل افغانستان