خواخوږي یوه فریضه ده
هر ذیروح د ژوند له غمه دی زهیر
که باچا دی که ګــدا دی که فقیــر
په یو ډول درد اخته دده صورت وي
د مرګ لاره کې د هیڅ نشته توپیر
یوه ورځ به دغه دام کې را ګېریږي
که ددرست جهان پاچا شي یا امیر
خواخوږي یوه فریضه ده آن ترمرګه
بایـد را نشي (اشنا) دې کې تغییر
شاعر- ارواښاد سیف الرحمن(اشنا)