مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-02-20   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

غزل

محمدعلي عمري

    پـــه ورځ پسې چــي تــوره شپه ده هسي لــــوبه نه ده
 پكښي سكـــون دخــوب لمحه ده هسي لــــــوبه نه ده

 تـــل دنـــفاق تياري خـــــــوري وي پـــه بې موره كــوركي
 مــــورخــــــودكـــوربـــــــله ډېوه ده هسي لــــــوبه نـــه ده

 دچــــانــــــظر هســــكومــــــــــــاڼيـــو اومــــالــــدارو پسې
 دچــــا دپېغلـــــــې پــــــرسينــــــه ده هسي لـــوبه نه ده

 هغه پښتون مشرچــــــي تــــــل نـــــــعري دسولي وهي
 غوښتئ يې خـــپل وطن بــــــاغچه ده هسي لوبه نه ده

 دوخت يزيدله بـــه څــــــوك وړاندې كـــــــړي حسين دريځ
 كــــړې يـــــــه مخامخ قبضه ده هسي لـــوبــــــــــه نه ده


 يـــوه پښتون وبــــل پښتون تـــــــه خوب كي داسي ويل
 ترمنځ مــــــو لـــــــــــــوكرښه پــرته ده هسي لوبه نه ده

 دپښتنو بېړۍ بـــــــه څــــوك عـــــــمري وژغــــوري اوس
 ورتـــــه طــوفان شېبه شېبه ده هسي لـــــــــوبه نه ده
 ــــــــــــــ
 محمدعلي عمري
 مسلم باغ

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery