دخپریدو نیټه : 2014-02-21 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
واخله کنه
اټک يوسفزی
پرخې ما ستا په شان نشه کړې ده
بېګا مې غيږ کې د ګل شپه کړې ده
شکور دی سترګه مې هم ورپېده
هغه راځي هغۍ وعده کړې ده
د انتظار ترخو کې هم خواږه شته
دې زهرو هر وختې مزه کړې ده
اختيار يې ستا دې سر يې واخله کنه
اټک نو کله تا ته نه کړې ده