د مورنۍ ژبې نړیوالې ورځ په پلمه او په ګران هیواد کې د مظلوم اکثریت د درنې ژبې د ځای نیولو په هیله یوه رښتینې دردوونکې پیښه د شعر په ژبه شریوکوم.
مورجانې بيا يې له ټولګي وويستم
بيا مې ښوونکې،
ټولګيوالو،
آن ها تورې تختې،
راپورې وخندلې
***
څومره ښه شپه وه
په سبا يې چې ښوونځي ته تللم
تا وېلې شکر خدايه زوی مې مکتبی سو راته
سبا به څنګه ښه ښکاريږي
چې ښوونځي ته درومي
زما خيال ته به
هغه اشنا انځور راغی
چې مې له تېر ژمې
تنکي ذهن کې پټ ساته
لکه کوتره د سخي د زيارت تکه سپينه
لکه زما د الفبې سېپاره پاکه درنه
زموږ ښوونکې د غزلو ښايسته ښاپېرۍ
د ټولګي پاس سر کې ولاړه
موږ ته مينه ښيي
موږ ته الله
موږ ته انسان
موږ ته افغان راښيي
افغانستان راښيي
***
موږ د برښنا په مزي ناستو توتکيو په شان
دغه د مينې سېپاره پسې په شرنګ وايو
د ښوونځي له پاسه شنه اسمان کې
د خدای لېږلې څو ملکې زموږ د لوست تورو ته
سپينو وزرونو کې د حق د نامه رنګ ورکوي
څو دغه توري ټول راڼه ستوري سي
او د تيارو لمنه وڅيري د نور په غشو
ترې د رڼا کمکي تنکي يرغمل ټول خوشې کړي
وطن رڼا رڼا سي
***
مورې خبره يې؟
له زړه مې تورې وينې څاڅي
چا پکې سته اشنا انځور راته په کاڼو ويشتی
زما ټولګی،
زما ښوونځی،
زما ښوونکې مړه ده
له شنه آسمانه يې د خدای ملکو کډه کړې
تياره لا ماته نه ده
او د رڼا تنکي کمکي بچوڼي
د تروږمۍ سمڅو کې تت پراته دي
***
ما ويل چې څنګه تا ويلي وو
هغه به وکړم
او د ښوونکې پسې سم به
نوی لوست تېر کړم
ما خو ګڼل چې د غزل ښاپېرۍ لوست راکړی
زما په هډ هډ کې څو داسې ښه ويېونه سته دي
چې د ښکلاوو د خاوند د نوم په سر پيليږي
سم به ښوونکې پسې ووايم
الله، انسان،
افغان او ګران افغانستان،
بيا به مې ونازوي
خو نه پوهېږم ما نه يې څه وپوښتل
رڼې، رڼې مې ور کتلې هېڅ مې ونه ويل
دوه، درې، څلور ځل يې هغه خبره وکړه راته
خو زه پرې پوه نه سوم
لاس کې قلم يې زما پر مخ وويشته
ما ويل ښوونکې صايب، سبق مې زده دی
له مټ يو ونيولم،
غوږ يې را تاو کړ،
او کوم څه يې وويل
***
مورجانې ستا د هغې شپې شکرانې يادې راته
لکه چې دلته شکرانې په سزاګانو اوړي
زه يې پدې نن له ټولګي وويستم
چې د ښوونکې، ژبه نه راتلله
مورجانې ستا په رازده ژبه ولې لوست نه سته ؟
مورې ښوونکې خو ښوونکې ده هر څه به ورځي؟
خو ولې زما په خبره پوه نه سوه؟
زه يې له مټ نه رانيولی له ټولګي وويستم
ما ويل خيال کې مې راکړی لوست به تېر کړم ورته
الله، انسان، افغان او ګران افغانستان به وايم
ورته به خپل زړه کې راجوړ د ښيښو ښار ښکاره کړم
خو مورې ، ګرانې مورکۍ
مخکې تر دې چې خوله مې خلاصه کړم، کوم څه يې وويل
او ورسره مې څو همزولو ټولګيوالو په کړس
سپکه خندا وکړله
هوکې مورکۍ، هغه خبر ه چې ښوونکې وکړه
بس لکه کاڼی يې زما د ښيښو ښار ړنک کړ
(اوغان غول ) باندې يې پوه سوم نور مې نه ياديږي
ځکه اوغان ته څه نږدې شي مې په ذهن کې وو
ما خو افغان، افغانستان، خټه کې نغښتي لرل
ځکه همدومره پوه سوم
هغوی زما د مينې لوست ته سپکاوی وکاوه
نو مې راکړي کتابونه راته ډېر درانه سول
لکه د جبر پيټی يې زما پر اوږو زور و اچوه
قسم نږدې وه نرۍ ملا ځنې مې کړس وباسي
نور ستا خوږې ژبې ته پړ ښه نه يم
ځکه مې داسې پتييلې مورې
چې دا د جبر پېټی
په تنکو ستړو اوږو نه ګرځوم
خو ستا ارمان پوره کوم مورې
ستا شکرانې د مکتبي زوی به بېځايه نه ځي
ماته هغه د مينې لوست بس دی
زه به په دې څلورو
الله، انسان،
افغان او ګران افغانستان يادوم
د وخت اورمېږ مات کړم
او پاتې لوست به ستا له ژبې وايم
ستا له ښوونځي به بريالی ووځم
بيا به مې ته
ټولو سيالانو ته
په ګوته ښيې
او په خواږه غږ په خوږه ژبه به داسې وايې :
ها چې الله، انسان، افغان، افغانستان وايي
هغه زما زوی دی
هغه زما د ژبې
هغه زما د مينې
هغه زما د پېرزوينې له ښوونځي وتلی
هغه به هېڅکله څوک مات نکړي
ځکه هغه زما ارمان ته په درنه کتلي
هغه زما په ژبه لوست کړی دی
دا مکتبي دا دنګ څنار زما د لاس نښه ده