دخپریدو نیټه : 2014-02-21 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
چا ته رایې ورکړو ؟!
محمود نظری
څنګه وطن خلاص کړو د دې اوربوزونو
څنګه ارګ وساتو له دې ټولو اسرمنو
راځی یوښه پوه ځوان ته خپله رایه ورکړو
چې پخوا نه وی دهیڅ غلام نظام له پمنو
راځي یو یو کب دخړوپړو اوبو راوباسو
سالم یې جلا کړه له ورستواو خوړینو
***
یوسخندر د کشر ورورپه موږي ښوري
ګټه اخلي دهغه دنوم له منرال او ویټامینو
دبدورور په نامه ځان په خلکو پیژني
نه دی له یوې پخوانی ډلی له پخو دوړنو
مرستیالان يې لکه د ورور پتره یي دي
لکه ورور دا وطن آبادوي په بدشګونو
***
بل اشد مشاور دی د دې زنګولې دولت
دولت یې خراب کړ په خپلو مشورو کرکمنو
که بیا هم هغه سي دخلکو د غاړې هار
بیا به هغه چلوي هغه نرخنامه د خیرنو
***
د بهرونیو چارو وزیر دی د کرزی یاروغار
خبرې یې زده نه دي چلیږی په جنترمنترونو
دکرزی پخوانی مرستیال یې بیا مرستیال دی
دهغه هیواد آبادول هم دي په پخوانیو ګرینګنو
***
بل پخوانی د بهر نیو چارو وزیر دی مکار
لکه ژوره د وطن په وینه سوله پړیسمنو
قاتل مرستیالان یې ګوره دي غله او غدار
هغه په ټولو کې ښکاري یو له سرمغزونو
***
دا یویې وایي ددنیا دی دویم متفکر
دهغه لومړی مرستیال دی له ګلیم جمو
دډیرو ګیلم یې ټول کړې په لنډواکي
څوک به هغه محاکمه کړي په قتلونو
***
داټوله ددې نظام بګیلان او ناکامان دي
موږ ولی غولوی په خپلو مردارو مخونو
نوریې د ټاکنی د فلم دي سیاهي د لښکر
دا معامله ده د هغو تر منځ دلین دینو
هغه چې دفلم اصلي غوره هلکان دي
اخیر هغه هیرو کامیابیږي پر ژاولنو
اصلي سناریو لیکلې ده مشر د غلو
یو ټاکل کیږي له ډلې د دې سورلمنو
د وی ناحقه دماړه نسه پاړسو وایي
ته وایې موږ یې نه پیژنو له خښتګونو
رسول،احمدزی ، عبدالله ،کرزی،
اصلي مورې دي د شطرنج د ټاکنو
دا څلور واره نوماندان سره یو شی دي
د یوې کونډې ادکې مور دي له زامنو
هر یو چې راشي بیاهغه خبره د مصلحت ده
واکمن به هغه وي چې قواله لري د قتلونو
بیا به پټاخ وي چې دا وطن نه جوړیږي
بیله معافي، ګلګلمیري او مصلحتنو
کاشکې دا زما اوستا په رایې کیدالای
دا کارونه کیږي په لویولویو تړونونو
هغه پاچا کیږي چې تاویزد ملا اوباما لري
څاښت د ملاکرزي لري او خورده د زیارتونو