مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-02-22   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

دوطن موری !

نعمت الله پټانزی

   
چی مـــــدام داوښـــکی څاڅی
 دژړاغــــــږ دراخــــــــــــــــور وی

 سترګی ســــری لکه ســکروټی
 ستاپه سترګوکی سـوراوروی

 هره ورځ درته غــــــــــم جوړ وی
 ځکه ستاسرتل ســـــــــرتوروی

 ټکــــــــــه نوی رالــــــــــــــویدلی
 ستاپه خونه ستاپه کــــوروی

 په تاتیری ناچــــــــــــــــاری دی
 له غربته درنګ تــــــــــــــوروی

 ستابچـــــــــــیان له لوږی ژاړی
 ستاجونګړه کی چی شـــوروی

 چی ډوډی په کــــورکی نه وی
 نه دڅنګ پوری تربـــــــــــوروی

 پورته کـــــــړی تادســــوال لاس
 په هردراوپه هرلــــــــــــــــــــوروی

 ستاخاوندپه کورکی ناست وی
 کاراوبار ورته پیغــــــــــــــــوروی

 ټوله ورځ کــــــوی خــــــــــــــوبونه
 نوریی خــــــــــتم زړه کی زوروی

 دچـــــــــــرګانو په هګــــــــــــــــیو
 کی دده برخه ضـــــــــــــــــــــروروی

 چی له چــــــــــرسوبنګـــــــــوراشی
 له غوسی نه یی رنګ ســــــوروی


 سپکی سپــــــــــــــوری درته وایی
 تل چپه خره باندی ســــــــپوروی

 ورکــــــــــــوی دستالــــــــورګانی
 که په ده دبل چاپــــــــــــــــور وی

 ته پخـــــــــه یی په غمــــــــــــــونو
 تاته ګرم هرتنـــــــــــــــــــــــــــوروی

 نوربه نه کـــــــــوی غمــــــــــــــــونه
 دستازړه بایدصـــــــــــــــــــبوروی

 ته زمونږدوطـــــــــــن مـــــــــوریی
 هربچی به دباتــــــــــــــــــــــــوروی

 تابه ســــــــــــــاتی تابه پـــــــــــالی
 ستاخدمت کی به مـــــزدوروی


 ستاترپښـــــــــــولاندی جنت دی
 که په مونږکی لږشعــــــــــــوروی

 ستاعزت په مونږالــــــــــزام دی
 ډیرحقــــــــــــــــــــــونه به دنوروی

(پټانزی) په خپـــــل زړګی کی
 ستاپه حال باندی رنځــوروی

 درته لیکی څــــــوبیــــــــــــتونه
 ستابه ژوندپکی انځـــــوروی
 ۱۳۹۲/۱۱/۲
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery