مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-02-22   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

‎مورنۍ ژبه

‎محمد حاممد الوتاند

 


‎که پښتو سره پښتو کړۍ پښتنو
‎              سره يؤ شۍ ، شۍ يؤ موټۍ د پنجو
‎اوس د علم او فن جګړه ده خبردار شۍ
‎               توپک پرېږدۍ قلم خپل کړۍ ميړنو
‎دغه لنډ عمر کې یؤ د بله جار شۍ
‎                تیر په هیر کړۍ ټغر ټول د تربګنو
‎مورنۍ ژبه کړۍ خپله مکړۍ تاسې د پردو
‎               که نه درومي درنه لاړو جوړ وطن مو د پلرو
‎ملتونه پیژانده شي په خپل ژبه هم په کړو
‎              ستا نه دواړه درومي لاړل په ورو ،ورو
‎د کلتور او د فرهنګ مو تلل مکړۍ په پیسو
‎               دمور ژبه هیره نکړۍ چې ځای راشي د روپو
‎ګيله مند ، زه د بل نه يم هر څه ورک کړل خپل بچو
‎                ونې تبر ته اسره کړه لاستۍ زما ېي د شاخو
‎چې پېښې کاندي د نورو خپلې هیرې شي درنو
‎                شي را يادې ماته پیښې بيا د زرکو د کارغو
‎د حامد چې اوښکې تړمې ، تړمې څاڅي
‎                 د اوښانو د کاروان رسۍ تر څو تړۍ په خرو
‎ما ځولۍ درته نیولې د مور ژبې خیر د غواړم
‎                 ګوندې وکوي اغیزه په دا بعضې لیونو

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery