ګودر ته دیدنونه یی په غلا راوړی وو
زیړي مازیګري کی می لیلی راوړي وو
ښایست یی لا دګلو نه هم څو چنده سوا شو
اوربل کی سره ګلونه یی نن بیا راوړي وو
خاطر می ستړی شوی دخزان په وچه دښته
ریبار راته لوزونه دجفا راوړي وو
دعشق له دستوره می جنون ته مخه وکړه
اساس دپاکی مینی یی پخوا راوړی وو
زما ژوندون او روح ستا دوفا کلی ته لاړل
پتنګ غوندی لمبوته دی سزا راوړي وو
غمونه یی اوس تل خوره ګل عزیزه کامه واله
یو پړک یی دیدنونه دبریښنا راوړي وو
ننګرهار – ثمرخیل ۲/۱۲/۱۳۹۲ هش