بیا به مړه شیا ن د مړو خاورو زرغون شي
سمه او غر به بیا په سرو ګلو ګلګون شي
د سپرلي علامي لږي لږي ښکاري
د مسیح د م به ور چوپ په هر یو زون شي
شنډی وریځي به را تاندي د وبارهء شي
دی ویدو کښی به پیدا لږ څه خو ځون شي
شنه طو طیان به دوباره باغو ته راشي
مسافر به خپل وطن لره راستون شي
بیا به بلي شی د علم رڼا ګاني
هر وګړی به لقمان یا افلاطون شي
مخ به تور د غلیمانو شي ( روغواله)
که یو موټی هزاره تاجک پښتون شي