زما زړه درپسې ټول عمر فرياد کړي
خو دا ما به تا ته کله څه درياد کړي
ورکه نه ده لا يې پته راسره ده
خيال ته راشي څو شېبې مې زړګی ښاد کړي
د عشق لوبه ده بې ګټې جواري ده
په ځوانۍ کې سړی خوارو زار برباد کړي
د نشې يوه شېبه کې څومره زور دی
سړی عقل او چوکاټ نه را ازاد کړي
دغه يو ارمان مې پاتې دی په زړه کې
چې اجمل ځان ته اټک کې کور اباد کړي