دخپریدو نیټه : 2014-03-09 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
زړتیا:
محمدسرور وکیلي
زړتــیـا راغــلـه ویـل زه یـم تـا ته پـاته
ماشـومتـوب او ځـواني ولاړه بیا نه راځــي وتاته
دا دوران وو د یـو عـمر چي سـو تـېـر
انــد ېـښـنې او خاطـــرې ئــې پــاته و هــر چـا ته
هـېـرېـده او کاهـیلي کړي پرغــړوغلبه
د زړتــیــا دا نــيـښـانه ده، وایي هـر یـودا و ماته
زړتیا ده بې سېکي،اندامونه سي رنځور
غـــوږونــه ســي درانـه سـتـرګـي نـه کا ښه کاته
ښایسته دځوانۍ مخ سي کونجي ونجي
ښـکلې ونه سـي کــږه بـیـا لینده سـي ورتــه پاته
ارمــان ځـوانۍ یه ولاړې نه وپـوهـېدم
چي پـوه سوم دی ناوخته مخ نه ګرځی کم خواته