دخپریدو نیټه : 2014-03-10 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
غزل
نورالله غازي يار
د سر لمبه يې پورته وي چې شمعه په سجده شي
فکرونه بايد لوړ وي تنې ډېر کله چپه شي
چې ګېډه يې يو څوک له غوړو ډکه کړي راځي به
يو کس به زمونږ تورو تورو شپو لره ډېوه شي
ستا يار لکه بهار له يخ موسمه راوتلی
زخمونه د بدن به دي ګلونه شي مېوه شي
په ډېرو رڼاګانو کې مې ډېر شي د تن سيوري
چې تاته مې در پام شي يوه سيوره راسره شي
بې شمېره لويې لارې دوزخو ته دي پرانيستې
د ستا په لور يوه لار د چاړې په څير تيره شي