دخپریدو نیټه : 2014-03-14 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
مور وايي
زرلښته حفيظ
وګوره هندارې ته خپل سترګوکې مې وګوره
زه دزمانې قانون کې ولی ګنهګاره يم
دوې خو دريا لپاره سل ځله توبې کوي
زه يمه دخدای بنده پيدادخدای دپاره يم
ماپخپله غيږ کې انسانان اونابغان لوې کړ
خيرکه زه نن موريم خودټولونازورداره يم
راشه دزړه خونی ته يوپل دمحبت واخله
زه دانسان مور يم حقيقت لره هنداره يم
يوځلې دعشق په نوم ډيوه دمحبت شومه
اوس خو زه پوهيږم چې رڼا دچادپاره يم
ماته خلک (زر) وايي دزرقدر زرګر سره
مينه يمه عشق يمه دسولې طرفداره يم
وياړمه چې ښځه يم زه موردعالمونو يم
زړونوباندی ګرځمه ترټولوزه هوښياره يم