ستا په مینه مست یم، ستا د مینی پلوشــــی دی
ځکه رانه هیری اوس ساقی او میــــــکدی دی
پریږده شیـــــخه پریږده نصیحت دی اثر نه کا
مانه خو در پاتی دا رکوع او هم سجـــــدی دی
ورشه شیخه زر ورځه په تا به شی ناوخـتــــــه
دلته د یار سترګو کی جنت دی او کعبــــــی دی
نن دی نوی نوی کومــــه لوبه دی راخـســـــــتی
تا چه اوږدی کړی داسی لاس کی دی تسبی دی
څنګه به بــاور وکــړم په تا واعـــــظه وایــــه
ما ته خو معلومی ستا د سود د زیان قیـــصی دی
در به شمه څنگ ته او دیدن به زما وکــــــــــړی
ولی دی مالکه دومــــره ډیری تلوســـــــــــی دی