قدمو مي عجیبه کوڅې شناخته کړې
دا کم عُمر لا؛ څه نوي راښکاره کړې
که مو هره شېبه نوې څرګندیږي
هري ساه مو زړې هیلي نذرانه کړې
د پرون تاریخ د نن په رنګ کي لولم
د زمان د ناز نخرو کیسې مي زده کړې
که د خلکو څارواني مي نصیب نه ده
خپلي هیلي مي راټولي قافله کړې
مایواځي پردېسي تجربه نه کړه
ما د خلکو حافظې هم تجربه کړې
د بل چا د قدم پلونه یې وران نه کړل
هارون لاري د زړو مزلو ایله کړې.
۱۸-۰۳-۲۰۱۴
پنجاب پوهنتون – هندوستان