سـاقـي درځـمه میخانې ته زه سبا
خـمـاریـم دکَلـو مخـمــورمـي که ته بیا
وربسـم لـیـدو ته دلرغونو میخانو
ساقي راتـه اشنا دی؛وېشل ئې دي که پخوا
وې به په مـاضـي کي ډکي شنې پیالې
خبـرنه یـم له دوده،چـي څه به وي هـم لا
په ګلبـڼ کي بلبل مست دګل له رنګه
رنِدان په خرابات کي خوښ دسحبا له ښه شرنګا
ګمان مه که،چي زړَه میخانه به کې پیـدا
زوړسـاقي،زاړه جامونه نسته پــه رښتـیا