دخپریدو نیټه : 2014-03-27 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
غزل
روغوال
که هر څو یی پاڅومه نه پاڅیږي
د شمړو جامونه یی څښلی نه ویښیږي
سوړ سوکړک د سابو سره خوړلي
لاس یی ایښی په سینه زړه یی ایشیږي
وایي اوس به ماما غوښي ډوډۍ راوړي
د پرد یو په خیراتونو نه جوړیږي
د پړانګانو پشان ناست دي خیراتو ته
یخ وهلی خزنده شول نه خو ځیږي
تیاری توری راخپری د هري خوا شوي
د رڼا څرک پکښی هیڅ نه معلومیږی
خدای لپاره افغانانو نور راویښ شۍ
د شلم قرن کاروان د رنه تیریږی
ای(روغواله ) لږ راویښ کړه خوار اولس دي
دوی د وخت په ارزښت پوه کړه نه پوهیږي