نظم
دخپل ښايست په تهمتوکې سوزم
افغانه ښځه يم لمبوکې سوزم
چې خدای قسمت کې راته څه ليکلې
زه دوحشت په جزيروکې سوزم
خدايه داستادغه مغروربندګان
لتامنکردي دا دځمکې خدايان
دکليمۍ ژبه يې پرې کړ ه رانه
چې ماښوده پرې خپل بچوته قران
افغانه ستا دغيرتونو کور کې
په يويشتم پيړۍ کې سياله نه شوم
دحکومت قاضي مې هم ګرم ګڼي
خدايه بی غمه دجنجاله نه شوم
څوک رانه پوزه څوک مې خوله پرې کوي
څوک مې مرې په پڅ چاړه پرې کوي
دلته انصاف خلکونه ورک ده خدايه
څوک په سنګسار دژونداثره پرې کوي
زما دمينې خدايه تاته وايم
زمونږ قسمت به بدلوی او کنه ؟
څوک چې په ښځو باندې ظلم کوي
دوې ته جزا به ورکوی اوکنه؟