دخپریدو نیټه : 2014-05-03 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
غزل
نایاب
چې ترنګ شې د رباب له تاره ولویږي
خدایږو چې زړګی له کاره ولویږي
مستې مستې پیغلی پکې آتڼ کوي
کله چې کیږدۍ له کاره ولویږي
تاته به منګی او زه ستار واخلم
کله چې ځوانې له باره ولویږي
ته به ټپه سر او زه اخر کوم
کلی کې چې لمر له واره ولویږي
ستا مسته ځوانی به مې آرمان وی تل
زمونږه چې زړګی داره ولویږي
ستا ټپه ټپه ځوانی رایاده شي
روغ زما زړګی له کاره ولویږي
۳۰/۴/۲۰۱۴