دخپریدو نیټه : 2014-05-06 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
غزل
محمدالله ساپی
زما په زړه کی خو جانانه مینه ستا پرته ده
وایه رښتیا ګرانه چی ستا زړه کی دچا پرته ده
په ما به ورانه دا دنیا شی که ته لاړی رانه
ستا په وصال کی خو زما ټوله دنیا پرته ده
وچولی تریو شونډی موسکا خدایږو چی نه پوهیږم
چی په دی دواړو کی دا ستا کومه ما نا پرته ده
دا چی بی دم او نا ارام یمه د تل لپاره
د مظلومانو د غم غوټه می تر شا پرته ده
چی تر قی په لور روان شی تل دی مخه نیسی
وطنه مخکی دی لا دا څنګه بلا پرته ده
اخر به غچ درځنی واخلمه مکار دښمنه
پښتونولی خو ټوله خټه کی زما پرته ده
خدایه دا شپه نه کړی سبا آن تر قیامته پوری
د ساپی څنګ ته چی پالنګ کی محبوبا پرته ده