دخپریدو نیټه : 2014-05-19 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
دا ښار دښکلاګانو
زمری څرګند
دا ښار دښکلاګانو نپرتونه ولاړه ولاړه
پرغیږدسروګلونو افتونه ولاړه ولاړه
موسم دپسرلی دی مینه ناکه دي رادرومي
دامېنه دخوښیو خزانونه ولاړه ولاړه
خوشحاله هرښاري دی دخپل ښار په تاریخ ویاړی
داوخت دسوکالۍ دی مینتونه ولاړه ولاړه
داخوب نه دی رښتیادي پرټغردافغانانو
نصیب دخپلواکۍ دی اوس جنګونه ولاړه ولاړه
هغه ثانه اوس بیاده چی تاریخ کښی مولیدلې
عجبه ارامي وه تور داغونه ولاړه ولاړه
فولادغوندي ځګرونه وه پردیوته سپرسوي
داڅونه ښه ((څرګنده))طوفانونه ولاړه ولاړه