دخپریدو نیټه : 2014-05-19 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
زما د ژوند دهیلو څلیه وایه
نایاب
څنګه ده نور د لوړیدلو هیله شته درسره
لا د دردونو د زغملو توان شته درسره
زه نوره ستړې یم اوږدې لارې مې و وهلې
د ژوند په هر منزل را وګرځیدم
ماپکې ځای د خپلو هیلو چیری ونه مونده
ماته په سترګه دبشر هیڅ چا هم ځای رانکړو
زه د متاع په څیر کې وپلورل شوم
لکه دلوښی په شان وساتل شوم
آې زما هیلو تاسو څه غواړیه
له دې نړۍ نه نور دڅه تمه کړی
زه خو د وخت حالاتو ورټلم
په هر ډګر کي یې زهیره کړمه
زما وجود دنورې هڅې توان نلری اوس
نور د راتلونکی په هوس باندې ځان نه غولوم
د دې نړۍ د انسانانو په هوس باندې ځان نه غولوم
زه پښتنه یم غږ مې نه لوړوم
په چپه خوله به زندګی کومه
د دې ناخوالو به مننه په تندی کومه
زه هم انسان یم سترې هیلې لرم
ماته واړه بچی په کور کې ناست دي
له مانه هیله د خوښیو د ډالۍ لری
د ژوند لپاره د راتلونکی زندګۍ لري
داچی مړژواندې یم له غمه یمه
د خپل دردونو سره ژوند کومه
ځکه زموللې او ناتوانه ښکارم
له درده ډکه او ویرانه ښکارم
دا زما ژوند دایی کیسه وه ګرانه
ماسره دومره حوصله وه ګرانه
ژوندون مې ټوله توره شپه وه ګرانه
له درده ډکه افسانه وه ګرانه