زه په دي بندو واز نه يم چه محل که ویرانه ده
يم مجنون دجانان سترګي مي کعبه وميخانه ده
شيخ طاعت وعبادت کړي اوپه دي هيڅ خبرنه دي
چه جانان پر ځاي نصيب کي يي جنت کي فرشته ده
جام دميو چه تيارکې زماديار شوڼډي په ياد سی
د بل شمع په اور سوځلي يو غافله پروانه د ه
زه ستومانه له سفره دجهان خورو ملکو کی
په خپل کور کی راته ناسته یو محبوبه پښتنه ده
ددنيا عيش وعشرته ستا په ما باندي ښه فهم دي
دجنت حورو خیالونه مي مغذو کی زولانه د ه
ستاالزام په ما داغه دي چه دميني پرستيش کړم
دی دوږخ کې چه زه اوسم دجنت لار پرسپره ده
وړه ژبه لوي خبري وحشي فکر لوړ خيالو نه
زوړژوندون نوي جهان دی بدله سوی زمانه ده
څوک نازيږي په منصب څوک په دولت اوپه ماڼيو
دنصير قسمت قلم و د خيا لونو خز ا نه د ه