دخپریدو نیټه : 2014-06-25 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
خدمتګار
خدمتګار مزدورزوی
ژوندون می شته خو په ژوندیوکی شمار نه شومه
روان دژوند د ستر کاروان په ستره لار نه شومه
ځان رانه هیر شولو او نورو هم ونه پیژاندم
دوستي می ونه کړه رقیب نه شوم اغیار نه شومه
د آسمان لاندی په دی ښکلی ځمکه ګرځمه خو
بی میوی بوټی شومه سروه او چنار نه شومه
په خوله جانان جانان کووم خو جانان نه پیژنم
دبڼ ګلونه بویوم خو زه مالیار نه شومه
دپلار نیکه په نامه ویاړم خپل تاریخ یی بولم
خو دنیکه نه شوم دځان نه شوم دپلار نه شومه
مانه قبرونه دخپل پلار او نیکه دواړه ورک دي
یوځای کوولوته ددی قبرو تیار نه شومه
دپښتنو کالي اغوندم او لنګۍ هم تړمه
پښتون به نه شم دپښتو که خدمتګار نه شومه