مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-06-27   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

ګل مرجان یی نه منی ‌‌!

ګل مرجان

 

 

ښځه می ډیر ه فیسبوکئ ده ، بس بیله فیسبوکه یی ورځ نه تیریږی او خدای شته چی ډیر زیات ملګری یی هم په فیسبوک کی پیدا کړیدی  او کله کله یی نومونه راته اخلی چی دا ټام دی دا بل ګوره جان دی دا ملګري می بیا شکیرا ده  او داسی نو ر................... لنډه دا چی ډیره مشهوره ده او دا خو یی لا پریږده خپل داسی عکسونه یی په فیسبوک کی شییر کړیدی چی ها بله ورځ می ونه پیژا نده فکر می وکړ چی د ها لیووډ او یا د با لییووډ د فلم انجلی ده خو د نورو غوندی نه یو،  سره ملګری هم یو او دا د ښځی او میړه والی دومره نزا کتونه نه سره سا تو ، او بیا  د ا د انتخا با تو جنجا لونه او منډی تر ړی می دومره زیا تی دي هغه د چا خبره یوه پښه می په ارګ کی بله می د یونا ما په د فتر کی او بله می د امریکا په سفارت کی وی او خدای شته چی پدی ورځو که چندان نه سره مخا مخ کیږو، ایله می د امرخیل له استعفی وروسته لږه خوشا لی په زړه را غله او نیت می وکړ چی نن به په خلاص زړه سره غا ړه غړی کیږو چی د ظا لم لور لیپ ټا پ په لاس را پسی را ننو ته او په فیسبوک کی یی د( ګل مرجا ن یی نه منی)  پا ڼه را پسی را خلا صه کړه ډول ډول زما ډیر په زړه پوری او رنګین عکسونه یی پکی اپلوډ کړی وو چی ما ته یی هم ډیر خوند راکړ یوه ګړی می له ځا نه سره فکر وکړ چی نوره به د طلو ع تلویزیون والا ووته ووا یم چی د یهود زا منو غلطی غلطی مشوری را کوئ ټولی پیسی می په زنا نه ارایشګا وو کی مصرف شوی دومره می په کمپا ین کی ندی لګولی لکه څومره چی دی د مخ ریګمال وا لا وو را څخه ا خیستی دی ، خو تا سو ته به یوه رښتیا خبره وکړم پس له ډیره وخته می له ښځی سره پدی لا نجه را غله چی دی ځوانیمرګي می د مرستیالانو لخوا ګیله را ته وکړه چی ګل مرجا ن لا لا یی په ځان مصرفوی خو مونږیی یو وار هم ارایشګا وو ته بو نتلو خدای شته چی ډیره غصه می ورته را غله او ورته ومی ویل د ظالم لوری دا د ګوروان زامن خو ولا که په یو خروار پوډرو هم سپین کړي څومره مصرف چی په وکم خو سم جوالیان دي نو یی سترګی را با ندی را ویستی چی ْ خدای وهلئ وی خو یو دوه سپین سپین هلکان به دی مر ستیا لان کړی وو د ادی څه کول ٌ ورته ومی ویل چیشت ... چی څوک یی در څخه وا نه وری  دا زما لپاره د رایو بوجئ دي ، شونډی یی بو څی کړی خا وری دی دا بوجی شی په ارګ پسی دی سترګی ووتي هیڅ ندی چی دا را یی دی پوره شی بیا یی ورو پزه را نیږدی کړه  نوره خو دی با ني هم خلا صی شوی سبا به بیا څه با نه کوی؟ ، ورته و می ویل ګوډ مرستیال او د کمیسون پخوا نئ ملا دی خدای ژوندي لری د ارګ بړستن یی چی یو دو ه ځله کش را کش کړه نوره ډیری به را وښیی وروریی له ما سره دئ ، پدی خبره مو وریندار ډیر ه خوشاله شوه او ډواړه لاسونه یی په غاړه کی را ته کړئ کړل او په ډیر ناز یی را ته وویل ْ ګوره چی هر څنګه کیږی ریس جمهور شه پدی ودونو کی به په ښخو پرزه ځم چی ها غه وینئ  د ریس جمهور ښځه ده ګوره د معلم والی  صا حب ښځه په هر واده کی له  ما زیا ته طلا زنګویْ  بیا یی راته وویل یو زنګ خو به دی ورته وهلئ وو په فیسبوک کی می ولیده ملا یی غار ولاړه وه ورته ومی ویل بلا یی نه وهی ، خپل غم کوه معلم پریده کمیسون را یی شمیری هر څه چی کووم را یی می نه زیا تیږی هغه د کمیسون خورکئ او اغه بل هلک هم ډیری هڅی روانی کړیدی چی تقلبی را یی می با طلی نکړی په حیرا نتیا یی را ته وویل ستا خو ډیری رایی تقلبی د ي دا به څه کوو سړیه ورته ومی ویل خدای مهربان دئ ښځی که ونه شوه ډیری مو ټولی کړیدی بل چیری به لا ړ شو خو دا یو ارمان به می په زړه پا تی شی خو ګوره که ونه شوم نو ته خو په کورکی راته ریس جمهور وا یه ْ پزه یی بو څه کړه ْ خدای دی خیر کی سړ یه   پدی عمر کی لیونتوب در با ندی را غئ که څنګه ؟ ْ
که څه هم چی خجا لت می عا دت ند ئ خو پدی خبره یی لږ خجا لت غوندی شووم ، بیا یی په فیسبوک پاڼه کی یوڅلور ځوابه په زړه پوری  سوال را و ښود او ویی ویل که سم ځواب دی راکه نو یوه خوله به درکووم  سوال زما په هکله وو چی لیکلی یی وو ! ګل مرجا ن یی ولی نه منی ؟
الف : خدای وهلی دئ         ب : عا دت یی دئ    ج : نا کا مه شوید ئ    د : ټول ځوا بونه سم دي                 
بیله دی چی فکر وکم نا څا په می تر خولی ووتل ( د) ځواب صحیح د ئ نا څا په یی یوه ډیره زبر دسته خوله راکړه او ویی ویل : سړیه په ژوند کی دی یوا ځی همدا یو ځواب سم را که ٌ   او بیا یی ورو راته وویل  پدی فیسبوکیانو هم ځینی جعلی ویډ یو ګا نی نه جوړوی ؟ د طلوع او خورشید ټا میان می ډیر خوښیږی ښوی ښوی هلکان دی درته نشروی یی ، د ظا لم د لوردا خبره می ډیره خوښه شوه خو یوه اندیښنه لرم که هغه بل غږ څوک را پسی وپلټی بیا به څه کوم خو د ارګ په بړستن با ور لرم چی دا کا رنه کوی ځکه ورور یی زما شریک دئ .
پدی خبره یی یوه ښه چکه را سره وا چوله او بیا یی ټنډه ګونځی کړه او ویی ویل زما د خا له بچګا نو خاله بچګا ن  به بیا دی کورته نه را ولی ټول چرسیان او پوډریان دي ټولی کوټی یی را ته بویني کړی، لا حول می له خولی ورته ووت او ورته ومی ویل رښتیا چی دا ښځی ټولی کم عقلی دی یواځی په پار لمان کی یو دوه هم غوړی دی او هم چا لا کی کا شکی چی ستا په ځای هغه یوه وئ نو دا مظا هری چی په همدی چرسیانو بنګیا نو او پوډریانو ونه کم ستا په زامنو او لوڼو یی وکم او بیا یی راته وویل او احمقه ګوره زما اولادونه به پدی خوسا لوبو کی نه را ګدوۍ پرییده چی یو څو ورځی په خا رج کی عیشو نوش وکی ستا سو له لاسه خو پدی وطن کی څوک آرامه سا ه نشی ا خیستئ ، و رته ومی ویل او ښځی دا ټول می د لو چکو ا و ټوپک مارو خا له بچګا نو برکت دئ چی ټوله ورځ په دوبی کی شا پنګ کوی او هغه ا حمقا ن زما لپاره هرڅه کوی ا وځان وژنی راته ویی ویل دومره صفت یی مه کوه د لوده ګانو ورو می په غوږ کی ورته وویل هغه متل دئ چی وایی ْ تا که در دنیا ابله هست هو شیار در نمیما ند ٌ . 


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery