دخپریدو نیټه : 2014-06-29 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
ستاسوکور
نعمت الله پټانزی
ستاسوکورافغانستان یم
لوټې لــوټې پروت یوازی پرجهـــــــان یم
بچوویښ شی ستاسوکورافغانستان یم
*****
دتاریخ زرینې کرښې په مـاویاړی
دنړی پوهـــــــــان زماکیسی راژباړی
له هیبته مې غلیم په خوب کې ژاړی
بې لښکره سرلښکریوقهـــــرمان یم
بچوویښ شی ستاسوکورافغانستان یم
*****
دنړی خلک په پوهه پسې ګـــــــــرځی
په کتاب اوقلم دواړوپسی غــــورځی
پرمختګ اوآبادی کې غورځی پرځی
زه دامـــــن اودسولې په آرمــــــــان یم
بچوویښ شی ستاسوکورافغانستان یم
*****
جګړې پریږدی ګټه نشته په بیلتون کې
زه ډیرخوښ یمه په سوله اوسمـــون کې
دهیچادپیغــــــــورنه یمه ژونــــدون کې
زه له اصله ډیرښاغلی قدردان یم
بچوویښ شی ستاسوکورافغانستان یم
*****
سوری شوی مې سینه ده په مرمیو
نورمې مـــــه نړوی ســــریم په زاریو
دباروتو اوراکـــــــــــټوپه لـــــــوګیو
لاتراوسه لاعلاجه بې درمــــــان یم
بچوویښ شی ستاسوکورافغانستان یم
*****
میندې مه ژړوی نورې په کــــوڅوکې
پیغلې مه کونډوی نوری په کوروکې
مالګې مه دوړوی نورمې په زخموکې
دړی وړی لاترڅوبه داســــی وران یم
بچوویښ شی ستاسوکورافغانستان یم
*****
نورپخپله سره یوشی زمابچـــــیانو
ټوپک مات کړئ قلم واخلی اتلانو
دپردیوخولوته مه ګوری زلمـــیانو
چې خپلواک شم ډیرپه بیړه بیاودان یم
بچوویښ شی ستاسوکورافغانستان یم
*****
خاونددشــرافت اودعـــــزت یمه
زه خاوره دمیړانې اوغیرت یمه
زه نښه داسلام اواسـلامیت یمه
(پټانزیه )افتخاردهرافــغان یم
بچوویښ شی ستاسوکورافغانستان یم
*****
۱۳۹۳/۳/۲۴
پښتون آباد- غزنی