په پيښور کې دافغاني مطبوعاتو او خپرنيو په لړ کې داستقامت په نوم نوي مياشتنۍمجله له چاپه راوتلې
دغه نوي خپرونه چې په پښتو اودرې ژبو ليکل شوي دافغانستان دموجوده جرياناتوپه هکله مقالي او سياسي تبصرى لري ، اود افغانستان په دوه محلي ژبوپښتو ادري سربيره په انګليسي ژبي هم موضوعات لري داسقامت دغه نوي خپريدونکې مجله په ډير ښکلي صحافت او اعلى کاغذ چاپ شوي ځان په افغانستان کې دمجاهدينو ديوي ترجماني مجلي په توګه معرفي کوي
په مجله کې خپاره شوي مضامين او مقالي دليکوالۍ په ښه لوړ معيار ليکل شوي
تر دي دمه دا نده معلومه چې مجله په افغانستان کې دکوم موجوده سياسي تنظيم له لوري خپريږي خو دمقالاتو له محتوياتو څخه يي په افغانستان کې دموجود ايتلافي او امريکايي ځواکونو ضد احساسات څرګنديږي .