دخپریدو نیټه : 2014-08-04 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
غزل
یون
ما دسترګو په ژړا کی یادساته
ما د شونډو په خندا کی یاد ساته
هر دړکن دخپل زړګی زماپه نوم که
ما دژوند په هره ساه کی یاد ساته
که ځه نه وم او سپرلی په وطن راغی
ما دګلو په ښکلا کی یا دساته
هسی نه چی شمع مړه می دامید کړی
ما نیکمل هره دعا کی یاد ساته