دخپریدو نیټه : 2016-03-01 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
هیلري کلنټن او ډونال ټرمپ تر اوسه تر خپلو سیالانو مخکې دي
احمد فیصل
د امریکا د تېرې ورځې د ګوندي ټاکنو پایله کې د ډیموکراټانو هیلري کلنټن او د جمهوري غوښتونکو ډونال ټرمپ تر خپلو سیالانو مخکې شول. پرونۍ ورځ په امریکا کې د سوپر ټېوزډی په نوم نومول شوې وه، چې په دغه ورځ د امریکا په ۱۲ ایالاتونو کې ګوندي او مقدماتي ټاکنې ترسره شوې. په دغو ټاکنو کې د دیموکرات ګوند مخکښې نوماندې هیلري کلنټن شپږ ایالتونه وګټل. د جمهوري غوښتونکو د ګوند مخکښ کاندید میلیاردر ډانلډ ټرمپ چې په پخوانیو ګوندي او مقدماتي ټاکنو کې له خپلو سیالانو مخکې و، دا ځل هم وکړای شول چې د خپل ګوند په کاندیدانو کې لومړی مقام وګټي.