دلاندي ليکني اصلي متن د جرمني دDie Zeit اونيزي خپروني
د١٢/اکتوبر/ ٢٠٠٦ نيټې په ٤٢مه ګڼه کي خپور سوی دئ
د افغانستان او پاکستان تر منځ کرښي ته نږدې
پر شکمنو ځايونو دامريکايي پوځيانو اوربل؛ کيداي شي چي جرمني سرتيري هم دلته دملاتړ دپاره وروغوښتل
ي.
.(دغه عکس اورسره ليکه دجرمني د SDZدورځپاڼي د سپټمبر د١٤
نيټې دخپروني څخه اخيستل سويدئ )
تر جنګ وروسته د جنګ پيل دئ
د ناټو تر لښکرکښۍ پنځه کاله
وروسته، افغانستان بيا د دې سره مخامخ دئ چي د طالبانو په لاس کي ولوېږي
د اولريش لادورنر ليکنه
د ډاکټر عبدالباري
ژباړه
جرمني ځواکونه په جنګ کښېوتلي دي، خو(دجرمني) حکومت دغه پر خوله
نه راوړي، هو پوهيږو چي ولي؛ مګردا کار يې غلط دئ .سړئ چي حالاتو ته ګوري،نو که نن وي
که سبا، د دوي سرتيري به هم د افغانستان جنوب ته ليږل کيږي او وژل کيږي. ناټو د جون په مياشت کي په دې لاس پوري
کړ، چي خپله قومانده ټول افغانستان ته وغزوي، يعني د هيواد جنوبي او ختيځو نا آراموسيمو ته هم. ددغه وخت
اهيسي تر اوسه دې ائتلاف په جګړه کي ١٠٠سرتيرې بايللي دي، چي ډيرئ يې هم کاناډايان او برتانويان وه. که چيري
ناټو جرمني سرتيري و جنوب ته ليږل، نوجرمنيان به څنګه نټه ورته کوي؟ او که سبا ورځ د جرمني د وژل سوي سرتيرو
ومړني تابوتونه ترخپل هيواده راورسېدل، نو به حکومت و خلګو ته څه وايي؟ دغه به ورته
وايي، چي جرمنئ ودې جنګ ته ور وښويدئ، هسي ناخبره نا اتره؟
دوهم داچي په دې ورځو کي
دغه تريخ حقيقت هم را پورته سوی دئ ، چي وايي کيداي سي دغه جنګ
وبايلو. خو دلته ( په جرمني کي) دغه خبره لا هم څوک پوره نه مني، دا ځکه چي وايي فتح دا پنځه کاله دم
خه لا اعلام سوې ده. په ظاهره خو د امريکا دمتحدوايالاتو اردو چي په ډير پر مخ تللی تخنيک مجهزه ده، طالبان
پوپنا کړل، هغه هم داسي لنډ وګنډپه پنځواونيو کي. په هغو ورځو کي يې د بري اوفتحي انګو
اوي تر (اسمانه) رسېدلې.او نن؟ نن طالبان په دونه غوره کي دي چي د ٢٠٠١ کال راهيسي يې سارئ نه ليدل کيږي. دغه خب
ه اوس لويديز پوځيان هم مني. په افغانستان کي دناټو سر اعلي قوماندان ديويد ريچاردز (David Richards) چي پخپله د برتانيې دئ، وايي: ” که موتر دې ژمي پوري په وس پوره نه سول چي مشخص او د ليدلو وړ مثبت بدلونونه راولو،
نو په سل کي ٧٠ افغانان به وهغه بلي خوا ته ورواوړي.“ او د جنرالانو پيغام هم دا دئ ،چي افغانستان په نظامي
توګه نسو ګټلاي. په سياسي توګه به خپل ځل تر اوبو باسو. خو ددې
خبري معنا څه ده؟
دغه ټانک دروسانو څخه پاته سو (عکاسي دا. لادورنر)
د٢٠٠١ کال دسپټمبرد ١١نيټې وروسته پرافغانستان
باندي د متحده ايالاتو يرغل د ملګرو ملتونود سازمان د منشور پر اساس سوی اومشروعيت يې درلود. ټولو لويدزو
هيوادونو _ او پر دوي سربيره لا نورو هم _ د واشنګټن ملاتړ وکړ او دا هم په دې خاطر چي طالبانو يو هيبتناکه اوم
خوف رژيم رامنځته کړئ وو. اکثره افغانان ددې سخت زړګيوديني جګړه ماروڅخه د خلاصون په ارمان وه. هو،دغه مأموريت
خو روښانه وو؛ هغه څه چي روښانه نه وه،دا وه ،چي پسله جنګه به د اوږدې مودې د پاره کوم مسؤليتونه پر غاړه اخلو.
افغانستان د نړۍ پنځم بيوزلی هيواد دئ.دا په دې معنا چي دغه هيواد به بيرته پر پوښو درول کيږي، خو په دې هکله څه
نه ويل کيدل چي آيا موږکولاي سو په دائمي توګه خپلو فعاليتونو ته دوام ورکړو؟ .هو، نودا پوښتني به يې ولي کو
اي؟ غرب هغه وخت د ډيره آره سره چاودئ،ځکه ښه دلايل يې درلودل. هغه مهال ددوي په نظر افغانستان هسي يو خوچوکئ
وو،( چي د ګوتو پر سرو به يې بازۍ په کولاي). خو ډير ژر روښانه سوه چي دغه خيالونه يې څونه
د تکبره ډک وه.
مداخله ګرو ځواکونو په خپل منځ کي پراخه او يود دبل سره په
تفاهم کي ستراتيژي نه درلوده. د امريکا متحدو ايالاتو غوښتل چي ټروريسټان ” پسې واخلي او مړه يې کړي“ ، ا
وپايانو( منجمله جرمنيانو) هم ملت جوړونه (nation- building) پر غاړه اخيستې وه، چي دې دوو
خبرو يو دبل سره سر نه خوړئ. CIA هم ځواکمنواوهم خوارځواکو جنګسالارانو ته په مليو نو ډالرونه ورکړل، څو د ټروريسټانو په
تعقيبولوکي مرسته ورسره وکړي. دغو جنګسالارانوطبعاً د يوه فعاله دولت د جوړولو سره مينه نه درلوده. او په دې
ول مداخله ګرومتحدينو يو دبل د پوښېو خاوري ايستلې.
تر څو چي دغه تيروتنه اصلاح کيدله، څه ناڅه دوه کاله پر تير سول.اوس د ” بيارغوني سيمه ايزي ډ
ي“ رامنځته شوي دي چي ملکي او پوځي کسان به يو ځاي کار پکښې کوي، دوي به هم دطالبانو سره جنګيږي او هم به دولت
جوړوي. دغه موډل (طرحه) لا يو څه ښه ښکاري، مګر ډير ناوخته او په بيخي ځنډ اوبيره رامنځته شو.
حقيقت دادئ چي: لويديځ د خپلو ټولو وعدوو سره سره ، تر اوسه لا
په افغانستان کي په انصاف کار نه دئ کړئ. شميرو او عددو ته به وګورو چي څه وايي: په داسي حال کي چي د امريکې متح
دو ايالاتو په عراق کي تر ”جګړې وروسته“ په لومړي کال کي ٢٢مليارډه ډالره منظور کړل؛خو د افغانستان دپاره د
مرستندويو هيوادونو لومړني نړيوال کنفرانس وکولاي سواي چي ٤،٥ مليارډه ډالره سره
اټول کړي. يوبل مثال به راواخلو، ناټو په هغه نسبتاً کوچنۍ کوزوو(Kosovo) کي د څه وخت دپاره ٦٠٠٠٠ (شپېته زره) سرتيري ځاي پر ځاي کړي وه؛
په افغانستان کي د دغو متحدينود سرتيرو شمير، هغه هم پسله پنځو کالو ٣١٠٠٠ سرتيرو ته ورسېدئ. او په پاي کي يوبل
مثال چي مستقيماًد جرمني په هکله دئ : هغه داچي د جرمني مرکزي حکومت دغه تياري ښوولې وه چي د افغانستان په پو
يسو به زده کړه کوي،نو يې دپوليسوڅلويښت مربيان افغانستان وليږل،که څه هم ټوله تکړه او پرکارمين خلګ وه، مګر
هو، يوازي دغه څلويښت مربيان وه چي د پوليسو د ٣٠٠٠ افسرانو
وزنه ورپه غاړه وه. دا دهغي اصطلاح يو ښه مثال دئ چي وايي ” پر سره تبۍ يو وړوکۍ څاڅکئ“
.
اوس پوښتنه دا ده چي آيا افغانستان په نورو س
تيرو، نورو انجنيرانو او ډيرو روپيو ژغورل کيدلاي شي؟ هو، ودي سي! خو يوه خبره تر لمر روښانه ده، هغه داچي که لويديځ په لکو لکو نور سرتيري هم افغانستان ته وليږي ، خو
په دې هيواد کي به سوله او ثبات تر هغو تأمين نسي، تر څو ګاونډي هيوادونه، په تيره بيا پاکستان ونه غواړي.
خوهلته په پاکستان کي هم د
واک سوټئ دکودتاچي جنرال، پرويز مشرف په لاس کي دئ او امريکا هم دی د خپل ممتاز متحد په توګه منلی دئ. مشرف هم
هر وخت د پخوانيو پاکستاني حاکمانو دغه زړې بابولالي وايي چي که غواړم مشروعيت تر لاسه کړم، نو اسلاميسټان
به پالم او حمايه کوم. ديموکراسي څنګه؟ نه نه، دا شئ د جنرال صاحب نه خوښيږي. دی خپل مبلغين لري چي خلګ يې پر
خوارا ټول کړي. مګر که په پاکستان کي ديموکراسي نه وي، افغانستان به هم ارامه ورځ ونه ويني. دا ځکه چي هلته نه
اسلاميسټان او نه هم پوځيان غواړي چي افغانستان په سوله او امن کي سي. د اسلاميسټانوله نظره افغانستان دارالح
رب دئ، چي د دکفارو پر ضدبه پکښې جنګيږي؛ او د پوځيانو له نظره هم افغانستان ددوي جيوستراتيژيکي زيرمتون دئ ،
چي ددوي په چمبه کي به وي. خو ددې ډير خطرناکه عواقب دي.
د هغه راهيسي چي مشرف د
واشنګټن سره انډيوالي اچولې ده،د پاکستاني اسلاميسټانو نوره لا خولۍ په غوړو کي لوېدلې ده. نن ورځ په رښتيا هم خلګ پاکستان کرارکرار دطالباني کيدو پر خوا روان او په اټومي وسله ککړ دولت بولي،
چي د خطرونو ابعاد يې هر چاته روښانه دي.
اوس يې څه چاره ؟
خپل خلګ په ترخه حقيقت خبر کړو، پر جنرال مشرف فشار راوړو، دهغه رټلي
ايران په شمول ګاونډيان راښکيل کړو، په افغانستان کي پاته سو او پر خپلو فعاليتونو
زور وکړو؟ اوس ( پرموږ ) بله خوا دريدلې ده ، حتا هغه چي پخوا ددې جنګ مخالف وو، لا اوس وايي چي دغه مي نو هم نه پر پيرزوکيږي چي افغانستان دي بيرته وبايلل سي.
بېله
څرګندماخذديادولو ( له بېنواټکی کام څخه ) .دبېنواويبپاني څخه دخپروسووليکنو او ژباړوکاپي اوخپرول منع دي.