مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-11-10   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ځان غوښتونكى مېلمه

ژباړن: سيدحبيب وقار

ليكوال: ناتانيل هاتورن
 ژباړن: سيدحبيب وقار


 د ليكوال ژوند ته لنډه كتنه
 ناتانيل هاتورن د( ۱۸۲۴—۱۸۰۴) د امريكا له تكړه كيسه ليكوالو څخه دى، ليكوال خپله وايي چې چې تر ۶۴ كلنۍ پورې د امريكا له وركنومو ادبي كسانو څخه ګڼل كېده، خو پرهمدې كال د (اورنۍ كليمې) كتاب په ليكلو سره يې د بخت ستورى په ځلېدو شو او ډېر وپېژندل شو.
 نوموړي پرلپسې كلونه د امريكا په خپرونو كې كله په نوم او كله هم بې نومه كيسې خپرولې. په ځوانۍ كې يې د (سوفيايي بودي) په نوم له يوې نجلۍ سره واده وكړ.
 د اورنۍ كليمې د كتاب له خپرېدو دوه كاله وروسته يې د بيت المقدس زيارت وكړ او د منځني ختيځ له ځينو نورو ښارونو څخه يې ليدنه وكړه. وروسته تر دې يې اووه كاله د امريكا د كشول خواته په ليو پول كې دنده اجرا كړه.
 په ۱۸۶۰ كال چې په ايتاليا كې اوسېده د (ځنګلونو د مرمرين خداى) په نوم يې كتاب خپور كړ چې شهرت يې ډېر ورسره لوړ شو.
 پر دې وخت كې چې مړينې ته يې څلور كاله نه ؤ پاتې، پرلپسې اوږدې ناروغۍ او د ام يكا د كورنيو جكړو پېښېدل، نوموړى د ژوند په وروستيو كلونو كې له هر ډول ادبي فعاليت څخه پاتې كړ. تر مړينې مخكې يې ټول آثار، ادبي ليكنې، ځانګړي ليكونه، د سفر يادښتونه او نور خپاره شول. د نظر خاوندان هاتورن د امريكا له پوهو او روڼ اندو ليكوالو څخه ګڼي. چې په نثر ليكلو كې استاد دى او په ژورو او فلسفي كيسه ليكلو كې په امريكا كې وړ مقام لري، د نوموړي له مشهورو او ښو كيسو څخه (ځانغوښتونكى مېلمه) او د (لويې ډبرې) څېره دي
 
  
 د مني په يوه تياره او سړه شپه كې، يوه كورنۍ په كوټه كې پر بخارى راټول شوي ؤ، د بخارۍ مېنځ د ناجو له هغو وچو لرګو څخه ډكه شوې وه چې د غره له خوړونو څخه راټول شوي ؤ، هغه لرګي چې د غره له څوكو څخه ښكته رالوېدلي ؤ. د اور شغلو د دودكش خوا ته لار وهله او په خپله كمه روښنايۍ سره يې د كور چاپېريال روښانه ساته، پلار او مور له څېرو څخه خوښ ښكارېدل. ټولو هلكانو خندل پېغله نجلۍ چې له اوولسو كالو څخه ډېره نه وه ټوله شوق، تازګي او ښكلا وه. د ماشومانو نيا آرامه په چوكۍ ناسته وه او د كوم شي په اوبدلو بوخته وه چې څېره يې هم ډېره ارامه ښكارېده.
 دغې منځنۍ كورنۍ، د نيوانګلېنډ پر دغه ډېره لرې او له نظره لوېدلې سيمه كې خپله ارامي لاسته اوړې وه.
 خپل ارام او كليوال ژوند يې د سپين غره د څوكو په يوه لمن كې پيل كړى ؤ. د كال په ټول بهير كې به ګړنديو بادونو پر دغې سيمې يرغل كاوه. په ځانګړي ډول په ژمي كې چې ډېر بې رحمه سوزونكى به ؤ. مخكې تر دې چې باد د ساكو پر سيمه لاړ شي لومړى به يې پرهمدې كورنۍ يرغل وروړ.  د كورنۍ ارامي به يې تر غوسې لاندې راوسته، سره ددې چې دغه كورنۍ د قطبي بادونو په مخكې وه په ډېره خطرناكه سيمه كې هم جوړه شوې وه په څنګ كې يې يوه لوړ غره څېره د اسمان په لور غوړولې وه داسې ښكارېده، كه كومه تېږه ورڅخه وښويېږي وداني له بېخه وباسي او له ځان سره يې وړي.
 پېغلې خپلې كورنۍ ته په همدې شېبه ټوكه ويلې وه او د دوى څېرو ته يې موسكا او خوښي وركړې وه چې ناڅاپه ډېر توند باد پيل و، مخكې تر دې چې د درې په لوري لاړ شي، څو دقيقې همدلته تم شو او د كور دړه يې د مرګ په چيغو په لړزه راوسته تر اوسه د ټولو فكر د پېغلې په ټوكه كې ؤ خو اوس د وېرې او اندېښنې پردې د ټولو پر څېرو غوړېدلې وې. چې ناڅآپه د كور په دړه لاس ولګېد، له كوټې بهر يې د يوه تېرېدونكي خبر وركاوه، د تېرېدونكي د پښو اواز د باد ګړندي غږ كور ته د نژدې كېدو په وخت كې ورك كړى ؤ. يوه لحظه وروسته دړه پرانستل شوه اويو نااشنا سړى ښكاره شو.د داسې ناپېژندل شوو كسانو اتګ ددې كورنۍ لپاره عجيبه او نوې خبره نه وه ځكه چې دوى د غره په لمن او پر دغې لرې او پخوانۍ سيمه كې اوسېدل، له دې امله چې دغه غرنۍ لاره د مېن شمال او سن لارنس جنوبي خواته د دواړو ايالتونو اصلي لاره وه نو ډېرو مساپرو به پ دې لاره مخه كوله او له بهرنۍ نړۍ سره به يې اړيكې ټينګولې.
 دغه پلي سړي چې پردې توپاني ساړو كې له دې غرنۍ لارې تېرېدو او ډېره اوږده لاره يې وهلې وه، له دې كور  سره ودرېد، څو ځان د بخارۍ په اور لږ ګرم كړي او سره ددې د كور ه اوسېدونكو سره څو لحظې خبرې وكړي، مخكې ډېر ځله داسې پېښ شوي ؤ چې مساپرو به په ناچارۍ سره شپه پردې كور كې تېروله اوسهار به چې كله بېرته تلل يو څه لږې پيسې به يې د ډوډۍ د خوړلو له امله دوى ته وركولې. د كورنۍ كسانو به نوي راغلي ته دومره خوښي وركوله چې ددې ليدنې خاطرې به يې تر ډېره وخته په ذهن كې ګرځېدې.
 اوس هم چې ناپېژندل شوى مېلمه كورته دننه شو، د كور ټول كسان له كوچني څخه تر لوى پورې په پښو ودرېدل تر څو ستړي مساپر ته ښه راغلاست ووايي، داسې ښكارېده لكه نوى مساپر چې له دوى سره كومه پخوانۍ خپلوي لري او وروسته له ډېره وخته له خپلو دوستانو سره يو ځاى شوى وي.
 نوى مساپر د ښكلې او دنګې ونې څښتن ځوان ؤ، خو ډېر ستړى، خسته او غمجن ؤ، د څېرې او تندي له كرښو يې په ښه ډول ښكارېده چې پردې توره شپه او نابرابرو شرايطو كې يې ډېره لاره وهلې، خو د كورنۍ د كسانو له ليدلو څخه په زړه كې خوښ شو، دغه خوښي هغه وخت پيل شوه چې دكور زړې ښځې خپله لمن له چوكۍ څخه چاپېره كړه او كوچني ماشوم يې خواته په خوښى ورغئ چې هغه ته دخپل ځاى لارښوونه وكړي. ورپسې د پېغلې نجلۍ زړه وړونكو كتلو نوموړى د خيالونو په سېند لاهو كړ.
 ناپېژندل شوي وروسته تر دې چې ځان يې څو دقيقې تود كړ، دوى ته مخ كړ او ويې ويل: دغه پاك او ښكلى اور په ريښتيا چې انسان ته دويم ځل درح وربښي، په ځانګړي ډول ما غوندې كسانو ته چې ډېره لاره يې وهلې وي. تاسې پوهېږى چې باد او توپان د لارې په اوږدو كې څه غوغا جوړه كړې وه؟
 د كور خاوند چې د مرستې په ډول يې د هغه له شا څخه دروند پنډ كوزاوه، ترې وپوښتل: داسې ښكاري چې تاسې د ورمونت خواته روان ياستئ؟
 برلېنګتون ته ځم او هوډ لرم له هغه ځايه هم روان شم. غوښتل مې شپه په (كرافورد) كې سهار كړم، خو په لاره تلل دومره ستونزمن ؤ چې زما حركت ېر ورو ؤ. خو زه ددې وروسته والي ډېر افسوس نه كوم ځكه چې ستاسې ورين تندي، مسكې څېرې او د بخارۍ ګرم اور دومره م زېدار دئ چې ډآډه يم په څو دقيقو كې به خپله ټوله ستړيا هېره كړم.
 ناپېژندل شوي ځوان نوې دغه جمله ويلې وه چې ناڅاپه بهر د باران د برېښنا په ډول وحشتناك غږ واورېدل شو، ورپسې ټول كور ولړزېده. ټولو د څو دقيقو لپاره خپلې ساوې په سينو كې بندې كړې وې اوپه وېرې او ناارامۍ سره يې يو بل ته كتل، خو ډېر زر يې خپله لومړنۍ ارامي بېرته تر لاسه كړه، په ښكاره ډول دغه وېروونكې چيغه د كورنۍ لپاره پخوانۍ وه نوې نه وه د كور څښتن كوښښ كاوه خپګان له ځانه لرې كړي ويې ويل: بيا دغې زاړه غره له مونږ سره ټوكې پيل كړې او زمونږ خواته تيږې واروي. خو زه له هغو كسانو څخه نه يم چې له دې ګواښونو ووېرېږم، او باور لرم چې دغه غر هر څومره له مونږ سره شوخي وكړي بيا هم مونږ ته زيان نشي رسولا .
 د كورنۍ غړو بيا لومړى حالت خپل كړ  او ماښامنۍ چې د خوګ له غوښې څخه تياره شوې وه وخوړه دكورنۍ ښو اخ اقو او ښې رويې نور هم دوى ته ورخپل كړ اويو ښكلى چاپېريال يې حوړ كړ.
 د دوى مېلمه متكبر او د لوړ فكر خاوند ؤ خو لوړ او شريف روح يې درلود.
 سره ددې چې د ځان غوښتنې او شهرت غوښتنې خوى دده په هډو كې ګډ شوى ؤ. خو هر وخت د خوارو او بېوزلو خلكو سره ناستې اوولاړې ته تيار ؤ او د وروڼو په ډول به يې له هغوى سره ژوند كاوه. د غرونو په دې غرنۍ كورنۍ كې ناپېژندل شوي مېلمه دنيوانګلېنډ د خلكو د ځانګړو خواصو په شان صميميت، ذكاوت او هوښياري ليده، او د ترانې ويلو شوق چې د نوموړې سيمې د لوړو څوكو دښكلو افسانو څخه سرچينه اخلي ليده، چې خوند يې ورڅخه اخيست. نوم وړى د ډېرو اوږدو لارو وهلو څخه وروسته دې ځاى ته ر سېدلى ؤ، كولاى يې شول په دې اوږده سفر كې د ځان لپار ه ملګرې ول ي چې ستړتيا او ناارامي له هغې سره په خبرو اترو كې هېره كړي خو دى د خپل لوړ فكر او كبر له امله يواځېتوب په ترجېع وركړې وه.
 له بلې خوا دغه كورنۍ چې مهربانه او مېلمه دوسته كورنۍ وه، هر نوي مېلمه ته به يې ښه راغلاست وايه، ارام ژوند، يواځېتوب او له نړۍ څخه دګوښه كېدلو ډېره لېوالتيا يې درلوده، او دا په ښكار ه دوى نه غوښتل چې نور خلك د دوى ارامي په ناارامۍ بدله كړي، خو پر دغې سړه او توپاني شپه كې، وضع بل ډول وه، د دوى له مهربانۍ او مينې څخه كو كتلو د نوي مېلمه په زړه كې يو ډول ارامي رامېنځ ته كړې وه، په داسې ډول چې له هيلو ډك زړه يې دغې غرنيو خلكو ته پرانيست او هغه څه چې له ډېره وخته يې په زړه كې درلودل په ژبه راوړل.
 هغه څه چې دغې ځوان ته له هر څه لوړ ؤ هغه د ځان غوښتنې او له اندازې ډېر د لوړ الوتلو ځانګړتياوې وې. دى چې نړۍ ته راغلى ؤ، زړه يې نه غوښتل داسې په ناپېژندل شوي ډول له نړى څخه سترګې پټې كړي او په اسانۍ سره د ګور په تياره او ساړه چاپېريال كې له خاطرو څخه هېر شي، دغې ارامۍ نه منونكې، ژورې غوښتنې او لويو هيلو نوموړى د شهرت او مقام لاس ته راوړلو په لور ك اوه.
 ددغو هيلو د پوره كولو لپاره يې د لوړ ژوند هيلې درلودې همدا لامل و، چې نوموړي پر خپل ځان يو ځانګړى باور درلود.
 پر هغو ساعتو او دقيقيو كې چې دغې هيله من ځوان په پلي ډول دغه اوږده لاره وهلې وه دده په خپل فكر نوموړى د يوه نا معلوم برخليك په لوري روان ؤ، نه پوهېده چې كوم بد تقدير ورته په لاره كې مورچل نيولى او څه ډول په خپلو پښو د يوه ځواكمن دام په لوري ګام اخلي. كه د راتلونكي نسل ماشومان پر دغې غرنۍ لارې نظر واچوي دنوم وړي د پښو ځايونه به پكښې ويني چې په پوره باور سره د شهرت او برياليتوب لاسته راوړلو په هيله د خپلې تل ترتله ارامۍ په لور مخته روان ؤ. پرته له دې چې، له لومړۍ ورځې څخه يې څوك وپېژني يا يې ونه پېژني نوم ياد كړي دخپل برباد وي برخليك منګولو ته تللى ؤ.
 مېلمه وروسته تر دې چې د كورنۍ له كسانو سره ماښامنۍ وخوړه او د بخارۍ ګرم اور ته په ارامۍ سره په چوكۍ كښېناست په لوړ او ډآډه غږ سره يې وويل: له ما مو وپوښتل چې څوك يم، له كومه راغلى يم او چېرته ځم؟ حقيقت دادى چې زه خپله هم نه پوهېږم. تر هغه ځايه چې زه پوهيږم كولاى شم ووايم چې زه بې نومه او ناپېژندل شوى كس يم. داسې يو كار چې ديادولو وړ وي تر اوسه مې نه كړى، كه سبا مړ شم هم پر دې نړى به هېڅوك زما له پيدايښت اومړينې څخه نه وي خبر. هېڅوك به پوه نه شي چې يو نامعلوم مساپر پر دغې تياره شپه كې له دغې غرنۍلارې څخه تېر شوى د ، يو څو ساعته ستاسو په كور كې پاتې شوى او سهار مخكې دسپېدو له راختلو څخه د خپل نامعلوم قصد په لوري تللى دى. چېرته تلو؟ څه ورباندې راغلل؟ په پاى كې خپل بخت كوم لور ته بوت؟
 خو له تاسو څه پټه، زه چې تر څو خپلې و وستى موخې ته ونه رسېږم له ژوند څخه به لاس ونه مينځم. تر هغې به له خپل برخليك سره مبارزه وكړم تر څو ماتې وركړم او خپلې موخې ته ورسېږم هغه وخت به له هېڅ څيز نه وېرېږم تر دې چې له وېرې به هم نه وېرېږم، ځكه چې ځان به مې ټولو خلكو ته ورپېژندلى وي او يو عزتمن قبر چې هيله مې يې درلوده د ځان له پاره پيداكړى وي.
 دلته ناڅاپه چپ شو، څېره يې روښانه شوه له سترګو يې د سويو هيلو شغلې ولاړېدې. پر ټوله كوټه ارامي حاكمه وه، ټولو په وېرې او وارخطايۍ سره و ته كتل. د كور ځينو غړو د زړه سوي په ډول ورته كتل لكه چې د دده ټول پټ رازونه ورته څرګند شوي وي، يوازې د ښكلې پېغلې پر څېره د ملنډو مسكا ښكارېده، معلومېده چې د مېلمه خبرې ورته د باور اومنلو وړ نه دي.
 ځان غوښتونكي ځوان چې د پېغلې پر څېره كې دغه حالت ليده ورته وويل: زما پر هيلو خاندې؟ فكر كوې چې زما لوړ همت يو احمقانه او بې م عني كار دى؟ فكر دې وكړ چې د شهرت غوښتلو لپاره زما هيلې داسې دي چې خپل ځان د يوه واورين غره پر څوكه د مجسمې په ول وچ كړم او بيا د شااوخوا خلك راوغواړم چې د خدايي مجسمې په ډول عبادت زما وكړي؟ ايا زما په اړه دې دا ډول ضاوت كړى؟
 پېغله چې ډېره شرمېدلې وه وويل: كه زما باور غواړې، اوسمهال تر دې كوټې او تورې بخارۍ هېڅ ښه ځاى ن ته، د ا څه ارزښت لري چې پر دې نړۍ مو څوك وپېژني يا مو ونه پېژني؟ ايا همدا اوس مونږ ارام او اسوده نه يو؟
 د نجلۍ پلار چې په پوره پاملرنه د دوى خبرو ته غوږ ؤ، نوي ځوان ته يې مخ واړاوه او ويې ويل: زما په نظر ستاسو مطلب طبيعي او عادي دى. زه ستاسو په هيلو كې كوم خارق العاده او عجيب څه نه وينم او كه ريښتيا راباندې وايې، كه زه ستا په ځاى واى همدا ډول هيلې به مې درلودې...
 بيا يې خپلې لور ته وكتل او زياته يې كړه: عجيبه ده چې ددې ځوان خبرو زما فكر يوې پېښې ته وړاوه، چې هېڅ كله زمونږ په ژوند كې نه ده رامېنځ ته شوې او هېڅ وخت به رامېنځ ته نشي.
 ځوان لږ چپ پاتې شو، وروسته يې په ارامه وپوښتل: په مقصد مو پوره نه پوهېږم... كومې پېښې نه دې راغلې يا څه كا ونه بايد وروسته پېښ شي چې په مېنځ ته راتلو كې يې وېره ده؟
 دكور مشر په داسې ډول چې له څېرې څخه يې دناپايه كړنو بوى راته وويل: فكر كوې چې ما په ژوند كې هيلې نه درلودې چې په (بارلت) (تبهلم) يا پر دې شاوخوا كې د ځمكې څښتن واى، ددې پر ځاى چې نن ورځ پر دې لرې سيمه كې د غره د راښويېدو له وېرې ولړزېږو، هلته به مو په ارامه ژوند كولاى. داچې ما به له ګاونډيانو او شاوخوا خلكو سره  ښه سلوك كاوه د يوه مهم شخصيت په ډول يې پېژندم او د ښاغلي لقب راكړى ؤ يوه يا دوې دورې به يې په لويو غونډو كې د كلي استازى ټآكلم، وروسته چې كله بوډا كېدم او د مړينې وخت مې رانژدې كېدو، ډاډ مې درلود.چې كېداى شي وروسته به خلك د مرمرو لويه ډبره زما په قبر ږدي، زما نوم، سن او كارونه به دڅو عرونو سره ورباندې ليكي او داسې يو كار به كوي چې كه وروسته نسل يې ترڅنګه تېرېږي پوه شي چې تر دې خاورو لاندې يو نېك سړى چې ښه نوم يې درلود په ابدي خوب ويده دى.
 ځوان پر دې وخت كې ناڅاپه د خبرو په مېنځ كې ورولوېد: فكر كوې هر څوك په ژوند كې دا هيله لري چې وروسته له مړينې په ښه نوم ياد شي، او يو ښه عزتمن قبر ورته جوړ كړي. كه قبر له م مرو وي اوكه د عادي ډبرو، ارزښت نلري، څه چې مهم دي دادي چې دده خاطرې د تل وياړ سره ملګرې وي...
 د پېغلې مور چې مړې اوښكې يې تويولې، وويل: نه پوهېږم نن شپه ولې يواځې ددې مطالبو خبرې كوى؟ پخوانو ويلي دي كه چېرې پرته له كوم دليل څخه څوك د مرګ او ناكامۍ خبرې كوي، ددې نښه ده چې بده پېښه به كېږي. زاري كوم دغه موضوع هېره كړى، ماشومانو ته وګورۍ چې پر هغه بله كوټه كې ويدېږي او په خپل مېنځ كې په زړه پورې خبرې كوي...
 ټول چپ شول او د څنګ كوټې ته يې غوږ ونيوه، د كوټې دړه نيمه پرانيستې وه، د ماشومانو خندا او خبرې په ښه ډول اورېدل كېدې. داسې ښكارېده چې ماشوم انو د خپلو راتلونكو هيلو خبرې كولې او خپل ماشومانه هوسونه يې يو يو شمېرل.
 يو ماشوم په لوړ غږ مورته نارې كړې: مورجانې پوهېږې زه همدا اوس څه هيلې لرم؟ هيله مې داده چې اوس زه، تاسو، بابا، ماشومان، او هغه مېلمه ټول دس بند د چينې په لوري روان يو او وروسته دسهار مخې ته به بېرته راځو...
 د ټولو په څېرو لږ او ډېره دملنډو موسكا ښكاره شوه. د دوى په نظر به دا ډېر احمقانه كار وي چې پر دې تياره. توپاني شپه او نابرابرو شرايطو كې، خپله توده كوټه پرېږدي او د شپې په تياره كې په هغه غرنۍ لاره چې د غره په څنډو كې تېره وه د هغې چينې خواته چې د غره په وروستۍ برخه په هواري كې وه، لاړ شي. تر اوسه د ماشوم خبرې د دوى په غوږونو كې وې چې بهر د ګاډي دټايرونو اواز واورېدل شو. د څو كسانو مستو بد اخلاقيو او چيغو د چاپېريال سكوت ماتاوه، او ګړندي شمال سره يې د غره په لوړو څوكو كې و كاوه.
 ګاډى څو دقيقې دكور په څنګ كې ودرېد فكر كېده چې څښتنان يې هوډ لري شپه پر همدې كوركې تېره كړي يا هم خپ و تلو ته ادامه وركړي، پېغله چې پردې ساعت كې د وره تر څنګ ناسته وه، خپل پلار ته يې مخ واړاوه ويې ويل: پلاره لكه چې تا ته څوك چيغې وهي...
 خو پلار يې په ښكار ه ډول وېرېده، يا به نه وېرېده خو نه يې غوښتل چې يوه ډله مست او ناپېژندل شوي مساپر د دوى د كور ارامي له مېنځه يوسي، له همدې امله يې بهر ته د تلو هوډ ونكړ. يو دوه دقيقې وروسته دقمچينو غږ چې اسونه پرې وهل كېدل واورېدل سو او مساپرو چې سندرې يې ويلې خپلې لارې ته ادامه وركړه. كله چې د دوى م ستې چيغې د غره په لمنو كې وركې شوې، كوچنى ماشوم يو ځل بيا د څنګ له كوټې څخه په خبرو راغئ:
 مورجانې، ولې لاړو نه؟ دغې ګاډى والاؤ به خامخا مونږ د درې تر بېخه سورولو... د ملنډو مسكا بيا د ټولو پر څېرو ښكاره شوه. يواځې ښكلې پېغله وه چې ناڅاپه فكر يوړه، د بخارى ځلېدونكې اورته يې كتل او سوړ اسوېلى يې وايست، داسې ښكارېده چې كومې نوې پېښې يې ذهن ته لاره موندلې وي. دكوچني ورور هيلې يې دومره احمقانه او بې اساسه نه دي. دفكر په عالم كې يې يون كاوه، پام يې نه ؤ چې د ټولو دې ته فكر دى مېلمه مخ ورواړاوه او په مهربانۍ يې ورڅخه وپوښتل د څه فكر كوې؟ دا كومه موضوع ده چې ته يې دومره له ځان سره بوخته كړې ؟
 هوښياره نجلۍ ناڅاپه بيداره شوه. يوه دقيقه حيرانه وه وروسته يې په اٰ امۍ وويل: هېڅ نه ؤ، د ورور په عجيبه هوس مې فكر كاوه...
 ځوان په نيمه جدي څېره وويل: نه، زه پوهېږم چې په څه دې فكر كاوه. خداى (ج) ماته دا رابښلي چې پوه شم د خلكو په زړه او روح كې څه تېرېږي. غواړې ووايم چې ستا په فكر كې څه تې ېدل؟
 كله چې يوه نجلۍ دبخارۍ داور تر څنګ ولړزېږي او سوړ اسوېلى وباسي، معلومېږي چې په زړه كې يې څه ډول توپان ولاړ دى. اجازه راكوې دغه احساس دكلمو په ډول ووايم، غرنۍ ښاپېرۍ په داسې حال كې چې خندل يې او تر وروستۍ اندازې يې هڅه كوله سترګې يې د هغه له سترګو سر ه ونه لګېږي، وويل: د يوې نجلۍ احساسات كه په كلماتو كې راوړل شي بل احساس نشته...
 په هغې وخت كې هېڅوك هم په سم ډول د دوى دواړو بې كراري ته متوجه نشول. پردې يوه لحظه كې به د دواړو پر زړونو كې دمينې ځلېدونكى اور په ګرڅېدو پيل كړى وي او له ياده وتلې هيلې به يې په زړونو كې بيدارې شوې وي. د عشق د جنتي بوټو تخم يې په زړونو كې وشنل شو. د غرونو پاك زړې نجونې په يوه مينه ناكه خبره زړه باي وي.
  او دكليو ځوانان په يو ځل مينه ناك كتلو سره ځان وركوي.
 ددې دوو پاكو زړونو پرمېنځ كې د عشق ناځوانه رشته وغزېده، خو پر همدې وخت كې سخت زړي طبيعت خپله غصه او لېونتوب ډېر كړ، په داسې ډول چې ډېر توند باد بهر داسې غوغا جوړه كړې وه چې ځمكه او اسمان يې لړزاوه، د مېلمه په نظر يې چيغې او شور د خبيثه اروا له ژړا سره و ته وه چې د شپې پر دې ناوخته، په دره كې سرګردانه شوى او د سيمې د اوسېدونكو د ازارولو نيت لري، كله به دغه چيغې او ژړاوې ډېرې شوې چې د جنازې وړونكو د ناارامۍ او بې قرارۍ حالت ته به ورته ؤ.
  د كور څښتن په نا ارامه څې ه، د ناجو د ونو وچ تخم او ښاخونه په منظم ډول بخارۍ ته اچول تر څو د كسانو وېره كمه شي او د كوټې سړه هوا ګرمه كړي. د اور ګرمې او روښانه شغلو په كوټه كې څپې خپرولې او د كسانو الوتلو رنګونو ته يې مالش وركاوه. ټول ارام او بې حركته په كوټه كې دوره ناست ؤ، تر دې چې كوچنيو ماشومانو هم له بلې كوټې څخه خپل مور اوپلار ته راكتل.
 د ساكو دره چې په ښكاره ډول د وېروونكو بادونو په سيمه مشهوره وه، هېڅكله يې داسې وېروونكى توپان نه ؤ ليدلى. پر هغه شپه باد خپله غصه ډېره كړې وه او يو وحشت يې رامېنځ ته كړى ؤ. د وېرې اغېزو پلار اومور اونور كسان يوه دقيقه هم نه پرېښودل، داسې ؤ چې ټولو د يوې بدې پېښې وړاندوينه كوله.
 بوډا ښځې، پر همغې وخت كې چې څه يې اوبدل، ددې لپاره چې د كوټې دردونكې چوپتيا ماته كړي وويل: فكر ونكړۍ چې يواځې ځوانان په سركې نظريه او په زړه كې هيلې لري، بوډاګان هم له هيلې، او اميد څخه بې برخې نه دي. تاسو له خپلو راتلونكو هيلو څخه وغږېدى، كله مو هم فكر كړى، چې كېداى شي زما په ډول ښځې هم چې له قبر څخه له يو دوه قدمو څخه ډېره فاصله نلري، په زړه كې هيله ولري؟ ټول ماشومان يو ځل په خندا راغلل او پوښتنې يې پيل كړې: لويې ادې څه هيلې لرې؟ مونږ ته يې ووايه؟
 زړې بوډا په غوړېدلې څېره، په داسې ول لكه چې غواړي يوه لويه او په زړه پورې كيسه د خپلو دوستانو او ماشومانو لپاره وكړي، په خبرو پيل وكړ. دوى ته يې ښكاره كوله چې څو كاله وړاندې يې له بهترين كتان څخه ځان ته كفن ګنډلى، او دمرګ د ورځې لپاره يې ساتلى. نن ورځ چې له مړينې او د ژوند له هيلو څخه خبره ياده شوه، دده د مجسمې د عبادت كړلو خبره هم ورسره څنګ ته راغله چې د مرګ، كفن او خښولو ياد يې وكړ. وروسته بوډۍ د خپلې خستګۍ او ستړيا سره سره دغې ټكي ته اشاره وكړه چې پخوانو ويلي كه د خښولو په وخت كې په كفن كولو او په تابوت كې اېښودلو سره بې پروايي وشي مړى به د تل لپاره له عذاب سره مخ وي....
 ښكلې نجلۍ چې له وېرې لړزېدله، چيغې كړې، بوډۍ ادۍ، بس دي، نور مونږ ته دغه څيزونه مه وايه!
 زړې بوډۍ پداسې حال كې چې پر څېره يې يوه وېروونكې موسكا خوره وه، د ملنډو په ډول زياته كړه: اوس مې له تاسو ماشومانو څخه غوښتنه داده چې كله مو زه په تابوت كې كېښودم، زما څنګ ته راشئ او ووينئ چې هر څه بايد د معمول په څېر وي....
 ځوان بيا په خبرو راغۍ: عجيبه ده چې ټول كسان (زوړ او ځوان) د كفن، مرګ، او خاورو ته د سپارلو په فكر كې دي. كله هم زه د كښتۍ وانانو په بدمرغه بخت فكر كوم چې د دوى كښتۍ بې رحمه توپان ډوبوي نو د دوى مړينه هم ورسره خامخا ده، دوى د خپل ژوند په اړه څه ډول فكر كوي؟ دغه عاجزان پرته له دې چې څوك يې له هويته خبر شي يا هم پر دې وخت كې څوك ورسره مرسته وكړي د سړو او تيارو اوبو پر مېنځ كې ساوركوي.
 څو دقيقې يوه نرمه چوپتيا پر مجلس خوره وه، خو دغه ترخه چوپتيا ډېره پاته نشوه، ناڅاپه له بهر نه زړه بوږنوونكى اواز واورېرل شو. په داسې ډول چې له ډېر وحشت څخه ټوله ودانۍ په لړزه شوه. فكر كېده چې ډېر زورور اورغورځوونكى غر ښوويېدلى يا لويې زلزلې غرونه سره جنګو ي. پر څو پورې چې دغه لړزه او شور په كرارېږي ټولو يو بل ته په وېره وېره كتل، همغه وخت چې ساعت مخكې تګ نه كاوه د برو د رغړېدو غږونه دتوند باد سره اورېدل كېدل چې يو ځل بې اختياره د كور د څښتن له خولې چيغې ووتې: اې زما خدايه، غر راولوېد! غر راولوېد!
 دغه دردناكه فاجعه چې پر دغې كورنۍ راغله په دې عالم كې هېڅوك نه څه ويلاى شي اونه هم تصور كولاى شي. دغه د تورې ورځې قربانيان ټول له كوره بهر ووتل داسې يوه ځآى ته يې چې د دوى په نظر تر ټولو محفوظ او ډآډمن ؤ، پنا يوړه، خو افسوس چې پر خپلو پښو د وژنتون لوري ته لاړل.
 باد د لوړ او لرغوني غره د پاى په لوري روان ؤ او هر څه يې ورانول، مخكې تر دې چې ددوى ودانۍ ته ورسېږي هغه نهر چې د غره په ډډه كې روان ؤ په دوو برخو ووېشل شو، د يوه نړوونكي سېلاب په ډول يې سيمې له مېنځه وړلې، په يوه لحظه كې يې ټوله دره ونړوله وروسته هغه لوري ته چې د كورنۍ ټول كسان يو ځاى ولاړ ؤ يون يووړ خو د دوى چيغو او ژړاوو څو لحظې دوام ونكړ. ټول چاپېريال تر خاورو او تيږو لاندې شو او پټنځاى يې په ابدي مزار باندې بدل شو. پر اوسه پورې د باد او توپان غږونه او نښې نه وې وركې چې د كورنۍ د غړو اومېلمه هېڅ اغېزه نه ښكارېده. داسې له مېنځه تللي ؤ چې جسدونه يې هم ونه موندل شول.
 په سبا ورځ، هر څه ا ام او د مرګ په چوپتيا پراته ؤ. د كور له دودكش څخه د دود يوه نرى كړى پورته كېده او په هوا كې وركېده. د بخارۍ په مېنځ كې تر اوسه پورې د ناجو د ونې وروستي وچ لرګي اوتخمونه ورو ورو سوځېدل او ايرې يې پر خړو او ګرمو ايرو باندې وېدلې. چوكى د پخوا په شان په كوټه كې اېښې وې ټول څيزونه په عادي ډول ؤ، تا به ويل د كور خاوندان د پخوا په څېر په اوبو يا د ناجو ونو په وچو شاخونو پسې درې ته وتلي دي.
 پر دې كوچنۍ كورنۍ كې ټولو خپل يادګارونه پرې اېښي ؤ، تر څو په راتلونكي كې نور كسان دغې ځاى ته راځي د دوى د حالت په خبرېدلو اوښكې تويې كړي نوپر هغه سيمه كې داسې څوك نه ؤ پاته چې دغه دردناكه كيسه يې نه وي اورېدلې...
 دغه دردونكى سرګذشت له يوې خولې بلې ته او له يوې سينې بلې ته نقل شو او پر لپسې نسلونه ترې خبر شول، په داسې ډول چې اوس هر څوك د ساكو له درې څخه تېرېږي، دغه ماجرا د يوې افسانې په ډول اوري، تر دې چې ليكوالو او شاعرانو هم د دوى پر سرنوشت باندې كيسې، شعرونه، او ترانې ليكلې دي.
 جالبه داده چې په كور كې دمساپر يواځې پنډ پاتې ؤ او دا يې ښودله چې يو ستړى او ستومانه مساپر له دې ځاي څ خه تېر شوى او له دې كورنۍ سره د دوى په برخليك ګډ شوى. بېچاره ځوان پر خپل فكر د شهرت غوښتلو لپاره په زړه كې څوم ه هيلې درلودې.
 كله چې مړ شو، نه يې چا نوم پېژانده نه څوك پوهېدل چې څوك ؤ، له كومه راغلى ؤ او چېرته تلو؟ داسې يو راز چې هېڅكله ورڅخه پرده پورته نشوه او داسې يوه معما چې تر اوسه د هغه چاپېريال د اوسېدونكو لپاره بې ح ه پاتې ده.
 اوس كه وغواړئ او كه ونه غواړئ دغه پوښتنه رامېنځ ته كېږي چې پر هغه ساعت د مړينې او د نړۍ له ټولو هيلو څخه سترګې پټول چا غوښتل؟


 ژباړن: سيدحبيب وقار
 ۱۳۸۵\\۵\\۵ ارزګان د ترينكوټ ښار د جمعې ورځ

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery