دخپریدو نیټه : 2006-12-17 مخپرونکئ : رحيم ګل څاروان
شرط
خان محمد سيند_كابل
زريني دپرتاګه پايڅي لږي پورته او لستوڼي يي بډ وهلي و دکاله په پخلنځي کي پرکوچني کټګي ناسته اود بيګانو خوړو چوټه لوښي يي پريمنځل ٠ غوښني مټي اولنډي پنډي يي په نيمه روښانه پخلنځي کي سپيني سپيني ځليدي ، پخلنځي ته مخامخ دکورد کوټي پــــــه
برنډه کي ايا زخان خپلي سپين سري مورسره ناست اوپټي پټي خبري يي کولي ، کله به چي موراو زوي غوږونه سره نږدي کړل زريني به په لوښو لاس ونيو او دوي ته به ځير شوه دموراو زوي په همدي پټو پټو خبروکي ناڅاپه داياز خان غږ پورته شو:
موري نوره مي مخه مه نيسه ، لس کاله مي دواده ووتل ، په زيارتونو وګرځيد م ، ميااوملا مي پري نه ښود، ملنګان او پيران مي په دعاګانو ستړي کړل، له داروګانو مي کورډک شو، هرچيري مي په سر خاوري و د وړولي خو هيڅ ګټه يي ونه کړه٠
موريي وويل:
خداي به خيرکړي دومره صبردي کړي لږ نورهم وکړه د صبر ميوه خوږه وي اياز خان يي خبره پري کړه:
موري د زريني په تندي کي اولاد نشته، له مرګه ورسته به مي نښه هم نه وي ميراث به
شم او په جايداد ونو به مي تربوران مزي کوي ، زه مجبور يم بل واده وکړم او په ګړب له کوره ووت ٠
دايازخان له وتو سره سم زريني په ژړالاس پوري کړ او په سلګو سلګو يي وويل زه څه وکړم، اولاد خوزما په لاس کي نه دي٠
خواښي يي ورنږدي شوه په غيږ کي يي ونيوله اوورته يي وويل ، مه خپه کيږه ، پير مهربان
پاچاته به دي بوزم٠
ماښام ايازخان کورته راغي او پر کټ پريوت ، موريي ورته په کرا ره وويل خلک وايي پيرمهربان پاچالوي پيردي، د خداي خلک ورروان دي هرچا ته يي چى تعويذ ورکړي ټک اوپتري شوي دي٠ ايازخان ورته وويل ، پير مهربان پاچا به څه وکړي زه له دي نه لويو لويو پيرانوته ورغلي يم ، موريي خبره پري کړه:
زويه خداي خومهربان دي وربه شو که دده دعا راپوري ښه شي؟
اياز خان سوړ اوسيلي وکړ او ويي ويل، ښه نو ، دجمعي په ورځ به ورشو٠
دوه ورځي وروسته سهاروختي دري واړه له کوره ووتل ټانګه يي کرايه کړه اودبرکلي په
لوروخوځيد ل ، د پراخوشنوکروندوپه مينځ کي يي دبرکلي نري اوکږه وږه لاره ونيوله، کابو
دوه ګړي وروسته برکلي ته ورسيد ل له چانه يي دپيرمهربان پاچا دځاي پته واخيسته او ټانګه
دکلي جنوب ته ديوي شني اوسمسوري غونډي په لور وررهي کړه ،ګړي نيمه وروسته غونډي ته ورسيد ل هلته نو د پيرمهربان دځاي دپوښتني ضرورت نه و ځکه چي هلته ډيرړانده،ګوډ اوشل ناست و ، دپيرد انګړ ور بيرته و،ددروازي په سرپه لوي شنه ټوکرکليمي
ليکل شوي وي څوک تري راواته اوڅوک ورننوتل دوي هم په انګړورننوتل، اوپه انګړکي د
پيردکوټي مخي ته د نورو په کتارکي کيناستل ، دپير کوټي ته به يوسوکړ ږيري وچکي سړي
واته اوننواته اوخلک به يي په وارسره د پيرملاقات ته وربلل،په سوکړږيري به له هري خوا
غږکيده چا به ورته ويل،زموږ ناروغ ښه نۀ دي چابه ورته ويل موږ پرون هم راغلي و او چا
به ورته ويل په موږ ناوخته کيږي او ده به هرچاته ويل، خيردي بيړه مه کوي پيرصاحب به
تاسي ټول وويني، لږه شيبه وروسته ايازخان هم ورغږکړ او ده ته يي هم دنوروغوندي ځواب
ورکړ،شيبه وروسته بيا ايازخان هم ورغږکړ ، په موږناوخته کيږي ځاي موليري دي٠
سوکړږيري ښه وکړه دپير په کوټه ننوت آودلږ ځنډوروسته يي آيآزخآن ته وويل، رآځۍ،دوي
دري وآړه ژرورپورته شول آودپيرپه کوټه ورننوتل، ګوري چي پيرتکه توره گڼه آوږده ږيره
پريوه پنډ توشک نا ست ، ببره پګړي يي په سر،توري غټي غټي عينکي يي په سترګو،
اويوه غټ با لښت ته يي ډډه لګولي ده،مخي ته يي پريوټيټ الماري ډوله ميزڅوزاړه کتابونه څو قلمونه اوڅوپاڼي سپين کاغذ پروت دي، ايازخان سلام ورواچاوه اوپيردسرپه اشاره
وعليک کړ،د ايازمورسمدلاسه ژړغوني شوه اوورته يي وويل ،پيرصاحب دامي زوي اودامي
نږورده ،لس کاله يي له واده وتلي په کورکي مي دماشوم ژړا وانه وريده ،پيريي خبره ونيولـه
ويي ويل، موري ته بهرلاړه شه دوي به يي پخپله راته ووايي ، زريني ته يي هم وويل ته هم
بهرانتظاروباسه ، ايازخان يوازي پاتي شو،پير له شال نه دواړه لاسونه (( چي دهرلاس په
ګوتويي درنګارنګ غميوغټي غټي ګوتي په ګوتوکړي وي)) راوايستل، ايازخان ته يي وويل
رښتيارښتيابه وايي په درواغوايمان خواريږي اودم دعا هم بي اثره کيږي ، اوپه همدي ډول يي
تري دواده د کلونو، دکورد ګوزاري، دميرمن داخلاقو اودده دجنسي شوق اوقوت پوښتني وکړي،
ايازخان ورته د بيلي بيلي ځواب ووايه ٠پيرورته بيا وويل، دوهم واده ته دي اراده شته؟
دايازخان په سترګوکي اوښکي ډنډ شوي او پيرته يي وويل، زرينه مي په مينتوب کړيده لس کاله ډيرعمردي اوټول مي داولاد په تمه تيرشو داځل ستا ځولي نيسم ، دعا راکړه٠
پيرتري بيا وپوښتل، کوم ډاکترته دي ځان ښودلي؟ ايازخان ځواب ورکړ، هو صيب په ډيرو
ګرځيدلي يم خوکومه ګټه يي ونه کړه، پير تري بيا وپوښتل، ډاکترانودرته ددوهم واده په
باب څه ويلي؟
ده وويل ډاکترانوراته ويلي چي موږبه کوښښ کوو ، دارودرمل به درکوو، خويوه ډاکترهم ددوهم واده خوښه نه ده راکړي٠ پير سروښوراوه اوورته يي وويل ډاکترانوماکترانو پسي مه
ګرځه، هغوي له خدايه غيرخبري کوي زه به درته تعويذونه وليکم مه خپه کيږه ،بيا يي دايازخان لاس په خپل لاس کي واړوه راواړاوه ، دلاس څرمن،ګوتي ، نوکان اودورغوي
کرښي يي وکتلي او ورته يي وويل ته بهر کينه اوميرمن دي راوليږه ، ايازخان ووت او زرينه
رادننه شوه اودي ته يي هم په رښتيا ويلو ټينګاروکړ ،
زرينه په لومړي سرکي چپه وه اودپير ډيروبربنډ و پوښتنوته يي ځواب نه وايه خوپير ورووروپه خبرو راوسته ، خو کله يي چي تري دايازخان ددوهم واده په باب پوښتنه وکړه زرينه په ژړاشوه اوويي ويل ، زه څه وکړم، هغه رانه اولاد غواړي اوماته خداي اولادنه راکوي٠ پير ورته وويل لاس دي راکړه زريني په لومړي غږ لاس ونه کړ
، پيرچي د تورو عينکولاندي ځيرو ، ورغبرګه يي کړه ، د ورغوي کرښي دي ګورم، زريني زړه نازړه لاس ورکړ،پيرددي لاس هم د ايازخان دلاس غوندي په خپل لاس کي واړاوه را واړاوه او ښه يي لمس کړ ، بيايي ايازخان راوغوښت تعويذونه يي وروليکل اوورته يي وويل دا تعويذونه واخلي، مينه اوشوق زيات کړي اوکه چيري ميرمن په
يوه مياشت کي ښځينه ناروغه نه شوه نو مبارک مو شه اوکه ناروغه شوه ، ځنډ مه کوي او
دواړه ځانونه راورسوي څه نوي ټوټکه به وکړم او اوس مو په مخه ښه ٠
له دي وروسته ايازخان داسي شو لکه نوي واده يي چي کړي وي، د زريني په مينه نه مړيده ، دومره مستي به يي ورسره کوله چي ځان به پري ستړي ستومانه کړ او ترسحره به يي خوب ته نه پريښوده
لس پنځۀ لس ورځي ورسته بيا زرينه ښځينه ناروغه شوه او کله چي پري ايازخان خبرشوبيايي چيغي کړي ، زريني په ژړاژړا کوټي ته منډه کړه اوخواښي يي دايازخان مخي ته شوه اوورته يي وويل ، په قهراوچيغو څه نه کيږي حوصله وکړه بيابه پيرصيب ته ورشو، په دي خبره ايازخان په داسي حا ل کي چي سترګي يي له قهره رډي رډي وتلي وي لږڅه کرار
شو ، څوورځي وروسته بياد پخواپه شان د پير په لوروخوځيد ل ، پيربيالومړي ايازخان اوبيا زرينه ځانته راوغوښتل، داځل مخکي له دي چي پير زريني ته څه ووايي دزريني په اننګو اوښکي راماتي اوپيرته يي وويل، که داځل څه ونه شول ايازبه خاماخا بل واده وکړي٠ پير ډاډورکړ،دزريني لاس يي کلک کړاوورته يي وويل :
مه خپه کيږه په کورکي به همداسي درنده اوخوشاله اوسي د ايازددوهم واده مخه به ونيسم او
که خداي کول د اولاد موربه هم شي٠
زريني په دومره لوي ډاډ تيندک وخوړ او ژريي ورته وويل څنګه ؟
پير ځواب ورکړ، بي غمه اوسه يوه نوي ټو ټکه به ترسره کړم خو يوشرط به مي مني ٠
زريني : څه شرط ؟
پير وويل : ته به اوه ورځي ، په اوو لارو ، اوه مهاله ،په اوو بهانو ، اوه رنګه جاموکي او اوو بيلوبيلو ملګروسره (( پټه )) ماته راځي٠
زرينه په دي خبره شنه او سره شوه اوورته يي وويل، داشرط نه شم منلي او خپل لاس يي تري راکښه خو پير يي لاس نورهم کلک کړ، له تورو عينکو لاندي يي سترګي رډي کړي او
ورته يي زياته کړه، ښه سوج وکړه بي اولاده ښځه په کورکي د باد بڼکه وي ، ايازبه بل واده
وکړي، خدمتګاره به درنه جوړه شي، ژوند به دي د زهرو غوندي تريخ شي او خود کشي ته به مجبوره شي ٠
زريني بياهم انکاروکړ ٠
پير د همدي خبري وروسته بيادري واړه يو ځاي اوورته يي وويل ، مه خپه کيږي دا نوي
تعويذونه ، نوي ټوټکه ده نه خطا کيږي او دري واړه يي رخصت کړل٠
دپير په خبرو بيا ايازخان خوشحاله شو او له پخوانه نورهم مست شو، خوزرينه مخکيني زرينه نه وه ، غلي به ناسته وه خپل کارسره به يي کارو که خواښي يا ميړه به يي تري دکوم
شي پوښتنه وکړه ځواب به يي ورکړاوکه نه نو چپ به ناسته وه
کله به يي چي له سترګو اوښکي راوبهيدي ، غلي به په پخلنځي ننوته او په ژړا ژړا به يي
زړه تش کړ٠
څوورځي وروسته زريني بيا احسا س کړه چي ښځينه ناروغه شويده ، بيا په کوټه ننوته اوپه
ژړا سرشوه او له ځانه سره يي وويل ، خدايه څه وکړم بيا به ايازغريږي ٠
سبا يي تري خواښي پوښتنه وکړه :
وه نجلي شپي خودي پوره ناروغه شوي خو به نه وي ؟
ده ورته وويل نه ،
خواښي يي خوشاله شوه زرينه يي کلکه په غيږ کي ونيوله او ويي ويل خدايه شکر دي زه به
په ايازخان زيري وکړم ٠ خو زريني کوټي ته منډه کړه ، وريي ځان پسي پوري کړ
خپل يوه بکس ته کيناسته او په داسي حال کي چي ډوبې ډوبې سلګي وهلي او اوښکو يي په مخ لاري جوړولي ، د ونې د پاڼې غوندې رپېده ، بکس يي بيرته کړ او د اوه رنګه کاليو په لټولو بوخته شوه ٠
پـــــــــا ي ٠