مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-12-18   مخپرونکئ : رحيم ګل څاروان

خورينګه

خان محمد سيند
ملګري خو ډير خواږه وي ، په تېره بيا د وړوكتوب ملګري ، زموږ خويندې ميندې دنجونو او ښځوترمينځ دې ملګرتوب ته (( خورينګي )) وايي ، مثلا وايي : پلانۍ دپلانې خورينګه ده ، ياداچې دپلانۍ او پلانۍ ترمينځ خورينګي ده. غوټۍ اوسپوږمۍ همداسې وې ، دكلي په يوه كوڅه كۍ اوسيد لې ، دوې لا وړې وې چې يو ځاى به يې ګوډيانې لوبولې ، يو ځاى به يې جنتروګانې كولې ، يو ځا ى به يې په ټالونو ځنګل ، يوځاې به ګرځېد لې اويوځاې به د كلي برسرته حجياڼۍ بي بي كره تللې اوهغې سره به يې الف ، ب ، ت ، سه پاره لوستله . وخت تېرېده غوټۍ اوسپوږمۍ ديوې باغچې دګلانو غوندې غوړېدې ، تنكې پېغلې اود اوبو دراوړلو شوې ،مازيګر به دواړو منګي راواخيستل اودكلي دنورو پېغلوسره به په ډله ګودرته تللې ، ددوې دښايست هنګامې ټول كلى په سرواخيست، دكلي دزلميانو په خوله پرته لـه غوټۍ اوسپوږمۍ بله خبره نه وه ، دكلي هرزلمي به ځان ددوى دميني هردم شهيد ګاڼه . خواوس نو دواړه پوره پېغلې شوي ،د وړوكتوب خبرې نه كوي ، ددواړو دمجلسونو ،خبرو اترو، اورازونيازموضوعګانې نورې دي ، د وې دژوند ،ايندې او دخپلو برخو په هكــــه خبرې كوي ، ددواړوپلرونوته دكلي دزلميانو تودې تودې مركې كيني اوپاڅيږي او كله چـې دواړه سره مخامخ شي ، يوه پربلې مخكې شي اوورته وايي : (( دناوېتوب كالي به زه دراغوندم ، له سره ترپښو به دې په خپلوګوتوسنيګاروم اوسرې ډولۍ ته به پخپله پورته كوم ))... له ورځونه يوه ورځ وه چې دغوټۍ د بخت غوټه پرانيستل شوه اود كلي يوه زلمـي ته يې وركړه ، غوټۍ په كوركې ستره شوه ، خو سپوږمۍ ورسره خپل تګ راتګ دپخوا په شان تود سا ته . څومياشتې وروسته يې واده تيارشو ، له واده نه يې څو ورځې دمخه سپوږمۍ وغوښتله چې خپلې خورينګې سره څو وروستۍ شپې يو ځاى تېرې كړي . همداسې وشول ، سپوږمۍ خپلۍ خورينګې كره ولاړه ، دخپلې خوږې خورينګې په واده كې يې ډېرې سندرې وويلې ،ډېر يې ونڅل ، ډېرې داېرې يې ووهلې ، دپېغلتوب له وعدې سره سم يې دخپلې خورينګې په لاسونو نكريزې پورې كړې ، په خپلو ګوتويې په مينه مينه سينګاركړه ، ويې نازوله ، په ډولۍ كې يې كينوله ، غټې غټې مچې ترې واخيستې ورپسې يې وژړل اورسخت يې كړه. خونن ، دسپوږمۍ دواده شپه ورځ ده ، كوريې دښځو او نجونو ډك دى ، پېغلو ځانونه سينګاركړي ، رنګارنګ كالي يې اغوستي او په انګړ كي تودې تودې اوړي را اوړي ، شېبه په شېبه دډولۍ دپورته كېدو وخت رانږدې كيږي ، له ناوې ډيرې پېغلې راتاوې شوي ، نوي كالي وراغوندي ،څوك يې شونډې سرې كوي ، څوك يې كمڅۍ ږمنځــوي څوك يې په لېچوكې بنګړي اچوي ، څوك يې دپښو پايزېبونه تړي ، څوك پرې عطــــر شيندي او څوك پرې يوڅه اوڅوك پرې بل څه كوي ... غوټۍ دنورو رابلل شوو مېلمنو ښځو په كتار كې ناسته وه ، ورو دناوې دكوټۍ وره ته ورنږدې او له ورايه دخپلې خورينګې دسينګار په ننداره شوه ، په څېره كې يې خندا اوژړاسره ګډه وډه شوه اوپرلېمو يې اوښكو لارې جوړې كړې ، ناوې سركښته اچولي و، اواوږده شېبه وروسته ته يې چې سرراپورته كړ ، سترګې يې په غوټۍ ولګېدې ، دناوې په سترګو كې هم اوښكې ډنډ شوې ، په سترګو يې سره ډېرې خبرې وكړې اوناوې بېرته سر كښته كړ، غوټۍ ډوبې ډوبې سلګۍ وهلې او هغه څه چې بايد دې ترسره كړاې واى ، نورو ترسره كول ، دې ته هيچا ونه ويل چې راشه ، خپله همزولې او خوږه خورينګه دې په خپلو ګوتو په مينه مينه سينګار كړه. هو ، غوټۍ اوس هاغه غوټۍ نه وه ، دې دومره اجازه هم لرله چې په ناوې دې لاس قدرته هم ولګوي ، داځكه چې غوټۍ اوس ديوه يتم ماشوم موروه .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery