دخپریدو نیټه : 2006-12-20 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
نوراني مخ
زبيربابکرخېل – کابل
ګړۍ د زلمي د عمر د نوې ورځې اته ساعته خوړ
ي وه چې په دهليز کې يې د پلار غږ شو: (( نن به ورسره فيصله کوم، که ځان زما زوى بولي نو سم به شي او که نه نو نه مې
دى په کار . )) ، د ګامونو غږ ورو ورو د زلمي کوټې ته رانږدې کېده، هغه لا له خپل ځايه پاڅېدلى نه وه چې د مور
غږ يې له غوږه شو(( خير دى زه به يې پوه کړم، پس له دې به يې ملا اذان پاڅوم ، زه ته اوس لاړه او چاى وڅښه. ))
پلار يې له متل سره ورغبرګه کړه: (( د کوږ سړي سيورى هم کوږ وي، چې لمونځ
اودس نه کوي، ښکاره ده چې کړه وړه يې ښه نه دي )) او لاړ .
زلمى پوه شو
چې پلار يې د ده له امله غوسه دى، په ډار له کوټې ووت، مخ لاس مينځلو ته يې پام هم نه و، موټر يې چالان کړ تر څ
وګرم شي او بېرته خپلې خونې ته راغى، مور يې ورته چاى ايښى و او يوې خواته ناسته وه، زلمي په چپه خوله د چاى په څ
ښلو لګيا شو، مور يې په نرمه لهجه ورته وويل: (( زويه؛ ځان سم کړه، همداده چې يوه دې نه دوه کيږي، کلونه وشول چې د
موټر پور دې نه خلاصيږي، ستا د لاسه ټول کور بې برکته شو . )) .
زلمي د
سر په خوځولو مورته ډاډ ورکاوه چې ګواکې د هغې خبرو ته يې غوږ ايښى، خو په زړه يې له ملګرو سره د بيګانۍ مېلې هغه
يبې ورېدې، چې له چيلمه به يې لوخړې ويستې .
د چاى له څښلو وروسته زلمي
خپل ټکسي موټر وويست، کله چې له کوڅې لوى سړک ته راووت، د سړک تر غاړې ولاړ يوه ځوان چې يو لاس يې پلستر او په
غاړه کې پروت و، ورته د درېدو اشاره وکړه، زلمي له درېدو سره سم د څنګ ښيښه کښته او له ځوانه يې وپوښتل: چيرته ځې ؟
.
ځوان ورته يو ځاى وښود او موټر ته ور وخوت ،موټر روان شو، زلمي چې
کله په څلور لاري کې موټر را تاواوه نو په ښيښه کې يې پر شاته ناست ځوان سترګې ولګېدې، نوراني مخ، په سنت برابره
ږيره، پاکې جامې ... ، زلمي له ځانه سره وويل: (( خداى څه ځواني ورکړې، څومره ښه ښکاري )) پوه شو چې د هغه د نوراني مخ
راز د هغه په تقوا کې پروت دى .
زلمي ته تېر وخت ورپه زړه شول: (( له
سهاره تر بيګا مې ټول عمر د موټر په سيټ تير کړ، لمونځونه رانه پاتې شول ))، خو د يوه موټر هارن زلمى د فکر له نړۍ
راوويست او روان وو .
شيبې نه وې تيرې چې بيا فکر يووړ: (( دا ورځ مې چې نه
ښه کيږي، دليل يې زما بدعملي ده، دې ځوان ته وګوره، څومره پاک ګرځي . ))
زلمي ته هغه ورځې را په ياد شوې چې موټر کې به يې بدلمنې ښځې کښينولې او له هغوى سره به يې ټوکې ټکالې کولې او حتى
ناروا اړيکې يې ورسره ساتلې، د ځوان په ليدو يې په زړه ويره ورننوته، ځان ورته په اور کې ښکاره شو، تيرو اعمالو يې
په مخ څپيړې ورکولې، بدن يې يو دم ورېږدېد، په وار وار يې توبې وويستې او کلک هوډ يې وکړ چې له دې وروسته به غلط کار
نه کوي .
په زړه کې يې له ځوانه مننه وکړه چې د هغه د څېرې په ليدو يې سمه
لاره ومونده، که په دې لاره روان شي، هم به يې مور او پلار او هم به ترې خداى راضي شي .
د ځوان ټاکلى ځاى راورسېد، زلمي ته يې پيسې ونيوې او ترې روان شو، زلمي لا پيسې جيب ته کړې نه
وې چې مخامخ د يوه دفتر دروازې سره درز شو، توره لوخړه پورته شوه، شور ګډ شو، د زلمي د موټر ښيښې خورې ورې شوې،
تابه وې اسرافيل شپيلۍ پوه کړه، شيبه وروسته زلمي لومړى خپل ځاى ته کښته پورته وکتل چې رک روغ دى، بهر يې
وکتل، مړي او ټپيان په سړک پراته وو، څنګ ته ولاړه ټيکسي يې تر سترګو شوه، د چلونکي له سره يې وينې بهېدې، سر او
اوږې يې پر شټيرنګ ايښې وې، د موټر چالان هارن اعلان کاوه چې په چلوونکي کې مې ساه نشته .
زلمى په بيړه له موټر کښته شو تر څو له ټپيانو سره مرسته وکړي، لا يې دوه درې ګامه نه
وو اخيستي چې پر يوه پرې شوي لاس يې سترګې ولګېدې، دا هماغه پلستر شوى لاس وه چې څو شيبې وړاندې يې د نوراني ځوان
په غاړه کې پروت ليدلى و، له لاس څخه تاؤ شوى پلستر سورى سورى و، د زلمي له خولې يوه کريږه ووته، لکه چې لاس
نه، بلکې د خپل ورور يا پلار مړى يې ليدلى وي، خو کله چې ښه ورته ځير شو، د پلستر لاندې يې تور لينونه تړلي و .