دخپریدو نیټه : 2007-04-01 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
انځورونه
عبدالله الهام جلالزئ
مینې په پښولاس راتیر کړ ، په کوټه کې ځوړندوتصیرونو ته یې وکتل ، اوښکې یې پاکې کړې ، په دیوال یې لاسونه تکیه کړل ، راپورته شوه، په پښه کې یې بندو پلاستیکونو ته وکتل ،چې تل به ورسره وو ، له کوټې یې راووتله ، مور په پخلنځي کې اخته وه ، له ځانه سره یې سندره زمزمه کوله :
میندې لیونۍ دي نادانې دي
میندې لیونۍ دي نادانې دي ....
مینه پخلنځي ته ورننوتله ، دمور مخې ته ودریدله :
کاشکي مورې !
کاشکي چې کیدای شو داسې ... درته ووایم چې څومره مې دي ږغ خوښيږي ، څومره دي سادګي راباندې ګرانه ده او څومره مې دي ستړیا خوښيږي .
کښېنه بچۍ ننوزه ډیرې شاعرانه کلمې مه وایه نن مې بې له هغې هم زړه ډیر خوړین دی .
مینه بیرته له پخلنځي راووتله ، په سالون کې کېناستله ، پښې یې وغځولې او ورته ځیر شوه ، له ځانه سره په سوچونو کې ډوب شوه ... ولې دنورو نجونو په څیرښوونځي ته لاړه نشم ... یاخدایه ...
موریې له پخلنځي راووتله ، په سترګو کې یې اوښکې ګرځیدې .
واخله لورې چای وڅښه چې راسره دي وباسم نور به زه هم ځم .
مینې له مور سره یوځای چای څښلو دمور مخ ته ځیر وه ، هغه مخ ته چې یووخت به پرې ښکلاوو اتڼ اچولی وو ، انځورونو یې اوس هم په هره کوټه کې خندل او دټولې دنیا ښکلاوې یې له یوې سترګې سره نه برابرېدلې ، خو اوس پرې ګونځې خپرې وې ، غم پکې ځالې جوړې کړې وې . مور مینې ته موسکه شوه :
ریښتیادې هغه سندره خوښه شوه ؟
هو ...
که دي خوښه شوې وي نوبیایې درته بل سهار بیا وایم ...
سمه ده .
وه نجلۍ نن داسې پژمرده مالومیږې بیاخوبه دڅه شي نه وي کم .
نه .
راته ووایه کنه ، که دي څه شی کم وي زه ګوره راتلونکې اونۍ معاش اخلم رانه تمامیږي بیا یې خدای که درته واخیستلای شم ، بابا دي هم نورمرسته نشي کولای دماما واده دې دی هغه ته یې ساتي .
نه څه شی نه غواړم .
نوبیا څه درباندې شوي ، دپښې قالب خو به دې بیا نه په عذابوي ؟
نه .
یوڅه حتماً شته .
نن دشپې مې خوب لیده ...
ښه څوک دي په خوب لیدل .
هماغه کیسه چې بېګا د راته ولوسته . . .
هغه نوڅه وه ؟
خوب مې لیده چې په کابل کې هم زموږ غوندې ماشومانوته یو هوساینځی جوړشوي وي ...
اخۍ لورې کاشکي ... کاشکي دا بې سترګو چې ګوډه ول ، شوله ول ، یتیمول او بورول او کنډول یې زده دي کاشکي چې د یو یتیم کور او هوساینځي فکر یې هم درلودلای ... ریښتیا .... ولې ژاړې ؟
هیڅ هسې ...
لیونۍ ژاړه مه بس که زمالور یې نوژاړه مه لورې ...
کاشکي چې ورور مې وای یامې پلار ....
له دې سره یې دمه وکړه ، ډيره شېبه په چرت کې وه ، دمور مخ ته ځیر شوه، په فکر کې شوه اوښکې یې پاکې کړې .
...اوس هم ژوندی وای ...
خدای خو لرو لیونۍ ژاړه مه ناوخته دی ژر ژر چای وڅښه چې زه دبوځم د نیادوی کره دې نور نوزه ځم وظیفې ته مې ...
نه نن نه ځم
نو څه کوې بیا دلته ټوله ورځ ژاړې ؟
نه مریم ته ووایه چې له ښونځي راغلله بیا دلته راشي .
خو راځه تابه ور ولم نوتر هغې به دلته څه وکړې .
نه ځم
ښه سمه ده ،
مور جامې بدلې کړې ، مینه یې په مخ ښکل کړه او له کور ووتله ، څه شېبه یې بهر غږ وو لکه چې له چاسره غږېدله خو کرار کرار یې غږ ورک شو .
لښته ډیره شېبه هغې خوا دېخواته تاوراتاو شوه ، کله به ورغله په کوټه کې به لوېې هیندارې ته ودرېده او وبه یې ژړل ، بیابه یې له کړکۍ بهر وکتل ، بیرته به راغله په غولي به اوږده وغځیدله یابه هم خپلو پښوته ځیر وه او ژړل به یې .
کاغذ یې راواخیست ، پورته شوه ، قلم ېې راښکته کړ ، ډیره شېبه یې په لاس کې نیولي وو ، اوښکې یې پاکې کړې په غولي ورته اوږده پریوتله . سر ته یې لاسونه تکیه کړل او کاغذ ته ځیر شوه ، نوریې نو قلم راواخیست په کاږه واږه لیک یې پیل وکړ .
ګرانې مورجانې !
وبخښه چې په مخ نه شم درته ویلای ، ولې تاماته نه ویل چې پلار مې شهید شوی . ولې دي ماته نه ویل چې له اوله شله پیداشوې وم ؟
بیایې سر په کتابچه کیښود ، اوښکو یې کاغذ ټول لمد کړ ، لږ شېبه همداسې په فکر کې پرته وه بیا راپورته شوه .
تاخو ماته نه ویل چې پلار مې اوس نشته ، تاولې تل غلطه کړم ، ماټول ژوند دپلار په تمه تیر کړ ، هغه ورځ چې ته ناروغه وې ، ماله ځانه سره ویل چې که مې مور مړه شي زه به څه کوم ، خو وروسته مې ستاخبرې راپه یاد شوې چې ویل دي پلار دي ژوندی دی .
مورې !
ماته مې خاله ګانې ، لښته ، مریم دوی ټول وايي چې ته څومره ښکلې یې ، مورې مادي ښکلا نه درلودلای چې پښې مې سمې وای ... مورې
بیا یې سر په کاغذ کېښود داځل سلګیو ونیوله ، له کاغذه راپورته شوه ، په زوره یې وژړل ورغله له کړکۍ یې بهر وکتل ، په کوڅه کې ګرځیدونکو خلکوته ځیر شوه ، بیرته راغله کاغذ ته اوږده پریوتله .
مورې ماهیڅکله دافکر نه وو کړی چې که ته نه وې زه به څه کړم ، چیرته به اوسیږم او له چا کره به خورم ، خوپرون مې چې هغه ستاکیسه واوریده نو اوس پوه یم چې که مې مور نه وي نو زه هم ژوند نشم کولای ...
مورې ماوبخښه چې په ژوند کې مې یوځل هم درسره مرسته ونکړه ، په ژوند کې یوځل مې ستالپاره چای پوخ نکړ ، په ټول ژوند کې مې درته سندره ونه ویله او به ټول ژوند کې مې د دبیدیدو په وخت کیسه ونه لوستله خو تامې تل دخوب په وخت له سر سره کیسې لوستې دي تاتل راته خواړه برابر کړي دي او تل دې راته خندلي دي .
مورې زه پوهیدم چې اوس وړه نه یم خو ماڅه کړي وای ، زه له ډير وړاندې پدې پوهیدلم چې ته څومره سختۍ ګالې او څومره زحمتونه باسې او پدې هم ښه پوهیږم چې داټول یوازې زما لپاره .
راپورته شوه ، په کوټه کې ځوړندو انځورونو ته یې وکتل چې پلار او مور یې یوځای اخیستي وو پلار یې هم خوشحاله دمور له غاړې لاس تاو کړي وو او موریې هم په ټوله مینه موسکه وه ، له ځایه پورته شوه ، دکوټې ټول انځورونه یې یو یو راښکته کړ ، هر یو ته به یې ځیر ځیر وکتل ټول یې راوړل او په مخ کې یې کیښودل .
په هر یو یې لاس راتیر کړل ، ژړل یې کله به یې په زوره ژړل کله به یې ډیر آرام ژړل او اوښکې به یې پاکولې .
بیایې په کاغذ پراته قلم ته وکتل ، راپورته یې کړ :
مورې زه پوهیږم چې ډیره ښکلې یم ، خو زما ښکلا به په درد ونه خوري ، او نه هم زه په درد خورم ، مورې که ته جدا شې نو زه هم هیڅ یم ، مورې ....
بیایې سرته لاس ونیو او په قالبونو کې بند انځورونه یې یویوکتل په سینه یې ایښودل ، ښکلې غټې سترګې یې سرې سرې شوې وې . په شونډو یې سور دوینو منګ ولاړوو یوځل ټوخی ورغی له ځایه راپورته شوه په دیوال یې لاسونه تکیه کړل حمام ته ننوته ، په ټوخي کې یې وینې وې .ډیره شېبه ولاړه وه راووتله ، راغله کاغذ ته کېناستله .
مورې :
داډیره موده کیږي غوښتل مې درته ووایم خو نه مې شو ویلای که مې ویلای نو بیا به په غمونو کې راسره ککړېدلاست ، له هغه تیر پسرلي راهیسې هره ورځ زه وینې قی کوم خو له تامې پټ ساتلي وو . هغه بله ورځ مې مریم ته ویل چې په روغتون کې یوه نجلۍ وه وینې یې قی کولې هغې ویل چې سیل ناروغي ورته وایي څوک چې سیل شي بیا نه رغیږي .
مورې نور نه غواړم غمونه دیو په دوه شي او تل همداسې یوډول راسره وغمیږې . غواړم یواځې یوځل نور مې هم غم ووینې وروستی غم .
ډیره شېبه په چرت کې ناسته وه ، کاغذ یې له سره ټول ولوست ، په وروستۍ جمله یې بیرته خط کش کړ ، او په چرت کې ورته کېناستله ، پورته شوه یو تصویر لاپاتې وو ، هغه دمور تصویر وو ، دهیندارې په سر ټینګ وو ، په هغه انځور کې یې سترګک وهلی وو ، په خوله یې له ډیرې خوښۍ لاس ایښۍ وو . .
راوایې خیست او په زړه پورې یې ټینګ ونیو .
مورې زه هره ورځ وینم چې نور د نوځواني لاره خاورې شوه ، داتصویرونه دې ګوره او اوس دسپین سر او دکابل په کوڅو کې سپیره قواره ...
مورې ډېر مې زړه غواړي مخامخ درته وژاړم ، چیغې درته وکړم او دمرګ اجازه درنه وغواړم خو نه .... نه کیږي مورې مینه راسره لرې او زما لپاره ژوند کوې ، خو زما په سر دي قسم چې ته به ژوند کوې او هیڅکله به مې هم له یاده نه باسې .
مورې فقط دعا به راته کوې ځکه چې ستا دعامې ډیره خوښيږي ستاډیره درنه دعا ده مورې ستا دعا مستجابه ده .
بیا یې قلم کیښود او په انځورونو اخته شوه ، ډیره شېبه هر یوه ته ځیر کېدله او کلک کلک به یې مچي کړ.
انځورونه یې راواخیستل او په سینه یې کیښودل ، ډیره شېبه په چرت کې وه ، بیایې سترګې پټې کړې ډیره شېبه یې سترګې پټې نیولې وې ، سلګۍ یې وکړه ، او پورته شوه په کوټو کې وګرځیده یوه اوږده رشمه یې پیدا کړه له څنګه یې کیښوده ، ډیره شېبه بیا کاغذ ته ځیر شوه .
مورې
کاشکي زه ښوونځي ته تللې وای ، او اوس مې دد لیک په لوستلو کې ستونزه نه درلولای خو داهم ستاراښودلي دي . . .
ډیره شېبه یې وژړل اوښکې یې په کاغذ پاتې کېدلې ، قلم یې په ګوتو کې ټینګ ونیو .
مورې ډیر مې زړه غواړي چې ټول د غمونو ډک ژوند درته ولیکم ، ډیر ولیکم دومره ولیکم چې پای نلري ...
خو ...
مورې ته مې وبخښه :
زه ددعا غواړم .
خدای پامان
نور یې نو کاغذ کیښود او قلم یې هم پرې له پاسه کیښود ، یوځل بیا یې ورته وکتل ، راپورته شوه او د هیندارې مخ ته ودریده ، ډیره شېبه خپلې قوارې ته ځیر وه ، خپلو ښکلو غټو سترګو ته سرواننګو ته له ځانه سره یې وویل :
آرمان چې په درد مې ونه خوړل .
نور نو راغله انځورونه یې په ځان تیت پرک کیښودل ، رشمه یې له غاړې تاو کړه څه شېبه یې ورسره زورونه وهل او په چت کې یې سترګې خښې کړې وې .
نور نو په کوټه کې چوپتیا شوه ، دانځورونو د کړپ کړوپ غږ ،د قلم غږ او د پوزې د کشش غږ او د ډب ژړا غږونه ټول په یو دم آرام شول .
نور نو هرسهار دکور په مخ کې پیغله ژړا نه اورېدل کېده او نه هم دمور سندرې وې . نوره کراري شوې وه خو انځورونو لا هماغسې خندل او دڅو کلونو وړاندې کیسې یې کولې . . .
تهران هفت تیر
دایران د نړیوال راډیو ټلویزیون میلمستون