مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2007-04-03   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

مريم

ميرويس جلالزئ

دلته څوك د افغانانو په شان خواخوږي نلري
د سړي هغه خبره ورپه ياد شي ( خپله دي خپله خپله مي خپله) په خپله د دې ښار اوسيدونكي همداسي ندي  دلته لكه ما داسي كسان همدا خوي لري .
تېره ورځ چي كله له مغازې د لاګر په لور را روانه شوم مخكي تر دې چي د مغازې له خاونده رخصت را واخلم راته يې وويل چي  ګوره  افغانه!  سبا سهار به يو څه وختي راځې او تر  هغه چي خلګ مغازي ته راشي ما او تا به   له ګودامه نوي مالونه مغازې ته راوړو .
د مغازې د خاوند خبره مي په زړه وه او د كوټې په لور روان وم چي نا څاپه  كوم كس د شا له خوا په اوږه و ټكولم .
ډېره يې وډاره كړم ما ويل چي د پوليسو په ګوتو ورغلم .
دلته ډېر مهاجر له پوليسو ډاريږي خو څوك حال وايي څوك يې نه وايي.
د ښونځي په دوران كي به مي هم ملګرو راته ډارنده ډارنده نارې وهلې په دې نه پوهېږم چي ولي ډېره ژر ډارېږم لوړه چيغه مي له خولې را ويسته  شاته چي مي وكتل يوه لوړه ، نرۍ  پيغله مي د سترګو په تورو كي وليده.
جامې يې اروپايي پر تن وي خو د جامو لاندي يې هر څه وطني راته ښكاره شول .
پر تورو سترګو او سرو  نريو نريو شونډانو يې د ستوماني دوړي پرتې وې .
ښايي چي زما په شان مساپره به وي ؟
ستومانه موسكا يې  زما ټولي پوښتني ځواب كړي .
هغه مات غاښ يې لويه نښه وه .
مريم  زمونږ د مخامخ كور همسايه وه
تعجب مي وكړ.
ښايي چې خوب به وينم ...
مريم دلته په اروپا كي ؟
څنګه راغله ؟
څه وخت ....
نه يې منم ....
خدايه ! دا څه وينم!
په وطن كي مي له خپلي مور څخه اوريدلي وؤ چي ، كله نا كله ملايكي د انسان په بڼه يو چا ته ورځي ....
او كه څوك پرې پوه شي چي دا ملايكي دي نو  په آخرت كي به ترينه سوال او ځواب نكيږي .
په سر كي مي فكر وكړ چي همدا به ملايكه وي چي د مريم په بڼه كي راته راغلې وي .....
د مريم له كورنۍ سره مو په وطن كي ډيري ښيې اړيكي لرلې خو له كومي ورځي چي يونان ته راغلم  د خپلو  افغانانو هغه خبري به تل را يادېدې چي په پردي وطن كي څوك د خپل او قريب په غم كي نه يي هر څوك خپل كار روزګار كوي د خپلوي او قرابت ځاي خو وطن وي ، دلته كار كول او پيسې ګټل د هر افغان فرهنګ ګرزېدلی.
مريم دې ښار ته په يوازي سر راغلې وه .
يونان ته د يوې افغاني نجلۍ په يوازي سر راتګ د منلو وړ خبره نده.
مريم  د ښار ته په همدي ورځ له ډېرو ستونزو وروسته سهار وختي په داسي حال كي رارسيدلې وه چي په لاس كې ېې يوازي يو سپيره بكس وو او ټوله  ورځ يې  د پوليسو له ويري كله خو د ماشومانو د تفريح د پاركونو په منځ كي او كله هم د يوې نيمي كليسا تر څنګ تېره كړې وه.
په اروپا كي د كليسا ګانو په مينځ كي له هيڅ چا څخه پوښتنه نه كيږي چي ته څوك او له كومه ځايه راغلى يې.
قاچاقبرو هغه د ښار په ختيځه څنډه كي پريښې وه
په ژبه هم نه پوهيدله خو په هغي ماته ګوډه انګريزۍ يې تر ما پوري ځان  را رسولى وو كومه چي مو د كابل سنټر د انګليسي ژبي په كورس كي  چي زمونږ كور ته نژدې پروت وو زده كړې وه .
څلور مياشتي مو په يوه  ټولګي كي د انګليسي ژبي لوست كاوه .
هغه زمونږ د ټولګي مشره وه .
مريم بختوره وه چي تر اوسه په دې  پردي ښار كي د پوليسو منګولو ته نه وه ورغلې .
د دې ښار پوليس په ناانسان توب كي په ټوله اروپا كې نوم لري .
هر شپه په دې  ښار كي دولتي تلويزيون  وايي چي نا قانونه افغانان يې نيولي دي شايد چي مريم به هم له كه زما په شان د خپلي مور دعا اخيستې وي چي  له پوليسو سره نده مخ شوې.
په رښتيا هم يونان ، انګلستان ته په لاره پروت هغه هيواد دى چې كه چيرته يو كډوال  ورته ځان ورسوي نو په ډيره آسانۍ سره كولاي شي له دي ځای څخه ځان د لندن ښار ته ورسوي .
نه پوهېږم چي څنګه يونان ته د مريم په يوازي سر راتګ باور وكړم.
د كوټې په لور مي  راسره روانه كړه .
له هغې څخه مي د خپلي بوډۍ مور او كشري خور د حال پوښتنه كوله او هغې هم يوه په يوه راته ځواب راكول اوس نو زما كوټې ته يوازي ۵ دقيقې په پښو د تګ لار پاتي وه.
په افغانستان كي خو پردۍ لور له بيګانه سړي سره يوه شپه خو څه چي يوه شيبه هم نه شي يوازي تيرولای  خو دلته په دې بېګانه ښار كي مريم له ما به غېر هيڅ څوك نه پېژني .
له ځان سره دا چورت وهم چي خدايه دلته خو افغانستان نه دى چې لوي كور وي او كه هر څو بيګانه ميلمه راشي ورته د ميلمنو په ګوټه كي ځاي وركړ شي
پردى وطن دى
يوه كوټه او يو تشناب لرم پخلنځۍ مي هم همدا كوټه ده
د خوب كوټه هم دا ده او...هر څه مي همدلته دي .
مريم په لاره  را ته ګډه وه   په دي ۵ كلونو كي چي زه دلته راغلې وم
مريم هيڅ توپير نه وو كړى
هغې ته به په كوڅه كي ګاونډيو نجونو لاوبالي ويل له مځكي او آسمانه راته ګډه وه بې له دې چي ترېنه پوښتنه وكم ته به وايې چي په همدي ورځئ يې د زړه غوټي خلاصي شوي وي ، هر څه چي يې په وطن كي ليدلي وو راته يې  د ټلويزيون د وياندي په شان يو په بل پسي وكړې.
د هغوی له كوره  شروع بيا تر كوڅې او دګاونډيانو تر روابطو او هان دا چي د خپلي مور او د موچي  د ښڅي تر شخړي پوري.
موچي له يوي ډيري بډايه كورنۍ څخه وو خو لكه څنګه چي زمونږ په هيواد كي كورني جنګ له مونږ څخه خپل پلار واخيست او هر څه يې  راته وران كړل هغه هم د جګړې ډيري ناخوالي تيري كړي وې .
د مريم كيسو زه داسي تر خپل اثر لاندي راوستم  چې د دې ښِار د جګ پوړو او ښيښيي ښكلو ودانيو تر لاندي د تېرېدو پر وخت مي داسي احساس كاوه چي په وطن كي يم.
مونږ لا لاګر ته نه وو رسېدلي چي يو پنډ سور مخى پوليس مو مخي ته ودريد
پوليسِ!
اجازه ده .
كولاي شم ستاسو پاسپورټونه وګورم
مخكي له دي چي زه خپله د كډوالي پيژند پاڼه پوليس ته وروښيم مريم ته مي وكتل چي رنګ يي تك ژيړ الوتي  او اوس يې په تندي ټولي هغي ستونزي ښكاري چي دلته يې د راتګ په لاره ګاللي دي.
ته به وايې چي دا هغه پخوانۍ مريم نده .
مريمه زمونږ په ګاونډيانو كي ډيره غښِتلې پېغله وه كله چي به د كوڅې  كومي ښځي ټغر ټكول نو خامخا به دا ورسره وه .
خو د پوليس سره له مخامخ كېدو وروسته مريمه داسي بې توانه شوې وه لكه يخ چي وهلې وي ځايی پر ځای هكه پكه   ولاړه  ده ، پوليس زما پيژند پاڼه وكته او په مسكۍ خوله يې راته وويل ځئ!
پوليس بې له دې چي له مريم څخه د څه پوښتنه وكړي زمونږ
له مخي تېر شو
ځان مي وښوراوه لكه چي خوب مي ليدلی
خو نه هرڅه ژوندي وو  او ريښتني
له  ډېر منځل او ډار څخه وروسته لاګر ته ورسېدو 
دلته په مساپري كي  دومره وخت نه وي چي  څوك خواړه پاخه كي
دلته ارزانه او اسانه خواړه بسكيټ دي
خو  زما د شنبې د شپې خواړه په يخچال كي پاتي وو
هغه مي را تاوده كړه او دومره شوو چي زمونږ دواړو  ګذاره پرې وشي .
د بيګاه ډوډ ۍ هم وخوړه شوه يو بل بوج هم زما له اوږو كم شو خو يو بوج لا هم پرخپل ځای پاتي دی 
مريم ته مي په كوټه كي ځای ور واچاوه  او ما په پخلنځي كي شپه صبا كړه
دا شپه هم تېره شوه
د سهار اته بجې به نوي شوي چي  دروازه را وټكېده
د كيلي تر چولې مي د دروازې شاته ولاْړ كس ته وروكتل
ګمان مي وكړ چي زما د مخامخ كور همسايه به وي
زما همسايه د سوريه  وګړى وو هغه هم نه وو قبول شوی
زما او د هغه درد يو وؤ
چي ور مي خلاص كړ هر څه بدل وو

د آف ام  بي  پوليس په چټكۍ كور ته را ننوتل او دې خوا اې خوا يې له كتو وروسته د مريم لاس بې له سواله جوابه ور وتړل او زما په سر يې هم توره كڅوړه را په سر كړه او له اپارتمان څخه يي را ويستو  د كوڅې مخي ته يې په ولاړ موټر كي واچوله داسي پوه نه شو چي چيرته يي يوړو يو وخت چي يې زما سترګي لا خلاصي كړي د زندان ځولنې وې او بس له هغې ورځي تر اوسه ۶ كاله تېريږي چي له خپلي مور او خور چي په افغانستان كي دي حال نلرم 

د مريم پته هم نه لګيږي چي چيرته  به وي ؟

په دي كلونو كي يو ورځ مستنتق زما خوني ته راننوت او دومره يې راته وويل چي تاسو هيروين په بكس كي  كوم ځای ته وړل؟؟
ما لا ځواب نه وو وركړی چي مستنتق ته د ټليفون زنګ راغى او ووت بيا تر اوسه څوك ندي راغلي چي زما قضيه وڅيړي زما ټول ارمانونه دلته له خاورو سره خاوري شول

كله چي له افغانستان څخه راتلم خور او زړې مور مي راته ويل چي ګوره په ژوند كي ډېره محطاطه اوسه  يوه لحضه غفلت د سړي د عمر د بربادي سبب ګرځي .

ښايي چي د هغوی خبري به سمي وې
اوس زه پوه شوې يم چي ګناه زما وه نه د هغي كه ما مريم ته شپه نه واي وركړې ولي به زما ۶ كاله عمر د زندان د پنجرو شاته تېرېده اوس  يوازي دومره پوهېږم چي د مريم په بكس كي هيروين وو
نه پوهېږم چي هغې به قصدي دا كار كړی وي كه څنګه خو مريم ځكه داسي كار نشوای كولای چي دې  ملك ته د هيروينو راوړل د داسي يوې نجلۍ لپاره لكه مريم دانسان له عقل ليري خبره  ده

ښايي چي قاچاقبرو به د هغې په بكس كي هيروين ځای پر ځای كړي وي
يو وخت خو مي اوريدلي وو چي قاچاقبر د مړو په خيټو كي هيروين ږدي او بيا يي له يو هيواد څخه بل هيواد ته ليږدوي 

خو اوس په دي باور يم چي قاچاقبر يوه بل قدم هم مخي ته شوي هغه دا چي د ژوندو انسانانو په خيټه كي هيروين ږدي .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery