مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2007-04-03   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

لټون

ميرويس جلالزئ


د لمړي ځل لپاره چي په دي پوه شوم هغه راباندي ګرانه ده د هغې له تګ څخه يوازي ۸ دقيق مخكي وو.

په موټر کي په يوازي سر د هوايي ډګر څخه د كور په لور را روان وم .

هغه ورځ مي ټوله  په دي تمه تيره كړه چي كاشكي خو مي يو وار بيا هم د وروستي ځل لپاره ليدلي  واي.

ځيني وختونه خوبه بې تفاوته وم خو كله به سوچونو زما او د هغې د ميني په سمندر کي ډوب كړم.

كله چي هغه دلته وه او څو ځله يې رانه پوښتلي وو چي درباندي ګرانه يم كه نه دا بحث مي په يوه او بله پلمه په بله خوا اړولي وو.
دا كار ما د دي لپاره نه وو كړي چي بايد نجوني د هلكانو له ميني ډاډه نه وي  تر اوسه خو دقيقا زه په خپله هم په دي نه پوهيدم چي ايا هغه راباندي ګرانه ده او كه څنګه.

ټاكل شوي وه چي هغه په الوتكه کي د ۲۳ ساعتو پرواز وروسته  خپل ټاكلي مقصد ته ورسيږي نو له همدي وجه زه هم د دوهم سهار تر اونيمو بجو ويښ وم .

د سهار  په ۷ بجو كوكي ساعت زنګ وواهه كتاب مي راواخيست او بې له دې چي په ځانګړي موضوع غور وكړم ځان مي پري يوه او بله خوا غلتاوه  تر ۸ بجو منتظر وم چي راته به له رسيدو وروسته زنګ ووهي ځكه هغې په خپله راسره مخكي تر تګ دا وعده كړي وه   اته بجې راورسيدې خو د هغي زنګ رانغي.

په تمه تمه د ورځي لس بجې شوي  له خپل كټ نه راپاڅيدم  تشناب ته ولاړم ګيره او بريتونه مي اصلاح كړل  مخ او لاس مي پريمينځل دريشي مي په تن كړه او غوښتل مي د دفتر په لور حركت وكړم  خو مخكي له دي چي له كوره ووزم  د ټليفون غوږي  مي راپورته كړه تر څو وپوهيږم چي ټليفون جوړ دى او كه نه؟.

ټليفون نورمال ټونګ ، ټونګ كاوه  او هيڅ ستونزه يي نلرله.

د كور دړه مي كولپه كړه .

دا ورځ راباندي په پوره يو كال بدله شوه .

شپه تياره وه چي كورته راغلم په كټ اوږد پريوتم  او  ټليفون مي سر ته كيښود.

په همدي شپه مي بې له دې چي د هغي پته ولرم  ټول هغه څه په ليك کي ورته وليكل چي د هغې له تګ څخه مي  وروسته تر سره كړي وو.

مخكي تر دي چي ويده شم يو ځل بيا مي د ټليفون غوږۍ پورته كړه بيا هم همغه پخوانى نورمال ټونګ  ټونګ ...... او بس

دا ځل هم ټليفون وايي چي جوړ يم.

ډير ژر خوب يوړم.

په همدي ډول يوه اونۍ تيره شو.

اونۍ وروسته مي زمونږ ټولګيوالو ته ټليفون وكړ چي ښايي هغوي به يې پته ولري ، يوؤ يې راته وويل:" عجيبه سړى مي وليدي ملګرۍ ستا وه د آدرس يې له ما غواړي"!

ژر مي ټليفون قطع كړ.

دو مياشتي تيري شوي خو د هغي هيڅ خبر هم رانغى .

هر شپه به مي هغې ته يو څه ليكل

كله خو به يوه پاڼه كله يوه ليكه او كله  هم تر هغه هم كم.

د هغي څه عكسونه چي راسره ول ټول مي را ټول كړل .

اوس پوه شوى وم چي د هغې سخته ډير عكسونه راسره وو چي د يوي او بلي كتابچي د پاڼو په منځ کي خواره وار ايښودل شوي وو خو كله چي هغې له ما څخه زما د يو عكس د درلودو غوښتنه وكړه په خندا مي ورته وويل: غواړي په پردي وطن کي زما په ياد وژاړي .......!!!!!

هغې په سلګونه ځله راڅخه هيله وكړه چي ورته مي يو عكس وركړم خو كله به مي په يوه بانه او كله هم په بله بانه غولوله  .

يوه ورځ مي د كوټي په كونج کي په ځوړندي جنترۍ سترګي ولګيدې د هغې د سالګري ورځ خو مي لا پخوا پكي په نښه كړي وه همدا ورځ دقيقا د هغي د سالګري وه .

هغه سپين كميس مي واغوست چي راته يې په پوهنتون کي ډالي كړي وو.

بس د يو ساعت لپاره.

د هغې د سالګري د ورځي په ماښام مي يو د لرګي پيټۍ له بازار نه راوړه او ټول هغه څه چي زما او د هغې د ميني ښكارندويي يې كوله پكي مي واچول.

څلور مياشتي وروسته له يوې بلي نجلۍ سره شناخته شوم او يو كال پس مي له هغې سره واده وكړ.

له واده وروسته مو په پينځو كلو کي دري ځله خپل كور بدل كړ خو په همدي دريو وارو مي د لرګي پيټۍ چي په ليكل شويو ليكونو اوس ډيره درنده شوې وه د خپلي ميرمني له ګيڼو سره مي يو ځاي په ډير احتياط سره له زاړه كور  څخه نوي كور ته په خپل  لاس وليږدوله .

په دې سربيره چي مي هغې ته تر اوسه په زرګونو بې آدرسه ليكونو ليكلي وو ، له هغو ټولو پوهنتونو سره مي د سويډن په هيواد کي په يو ډول نه په يو ډول اړيكي ونيولي په كومو کي چي د دې د خاصي رشتې زدكړي وركول كيدي ، هڅه مي وكړه چي د هغې له ګاونډيانو د هغې د پتي پوښتنه وكړم خو هغوي هم زما په شان په هيڅ نه وو خبر.

خداي مونږ ته يوه لور راكړه چي اوس نهه كلنه شوي ده  .

ما او لور مي داسي ګډ پلان جوړ كړ چي زما ميرمن په دې پوه نشي چي د لرګي په دي پيټۍ کي څه دي .
هغې له ۱۰ كلونو راپدي خوا ډيري هلي ځلي وكړي  چي د دي پيټۍ له راز څخه خبره شي خو مونږ هغه اوس په دې قانع كړي وه  چي دا د خاطراتو يوه ګډه دفترچه ده او بس .
ښځي مي هم را نه دا ونپوښتل چي دا دفترچه د چا ده او څه رازونو پكي ليكل شوي دي .
له تيرو دوو كلونو راهيسي مي په ډير احتياط يو داسي پلان جوړ كړ چي له يوې خوا مي ميرمن راباندي خبره نشي او له بلي خوا زما د وركي ملګرۍ څرګ ولګوم .

اوس ځكه احتياط كوم او بيريږم چي كه زما د لور مور په دې معاملې خبره شي نو ښايي چي زمونږ كورنۍ اړيكي ترينگلي شي.
دا نوي هڅي د انټرنټ له لاري وي .

په انټرنت کي د هغې د موندلو لپاره ما له ۱۲۷ تنو سره اړيكي ونيولي  تر څو وكړاي شم د وركي شوي ستني د تار سر پيدا كړم .

همدا نن ۱۲ دقيقې مخكي مي دې همدې ۱۲۷ كسانو له ډلي له ۱۱۳ تنو سره تماس ټينګ كړ.

۳۹ تنو يې هيڅ ځواب رانكړ .

۵۹ تنو يې ځواب راكړ چي هغه نشته .

۱۱ تنو راته په تنده لهجه وويل چي مونږ ته مزاحمت مه كوه .

۷ كسانو هم په خندا راته وويل چي ستاسو د لټون تګلاره زړه شوي ده .

له څلورو تر پينځو كسانو هم راته وويل چي يو ځل بيا ځان وروپيژنم چي زه څوك يم يوازي دريو  تنو راته ډاډ راكړ چي  مونږ به د هغې په لټون کي له تاسره مرسته وكړو چي يو يې په هغه ښار کي د لټون ګډه ژمنه راسره وكړه په كوم کي چي زه اوسم

او دا ښار ما كوڅه په كوڅه او كور په كور لا پخوا لټولى دى .

نن مي يو نوي كس چي غواړي راسره مرسته وكړي پيدا كړ او دوو نورو كسانو ته مي هم  ايميلونه استولي دي چي راسره مرسته وكړي.

په خپل دفتر کي فارغ وخت  او هغه وخت ته چي ښځه مي په كور کي نه وي په پام سره كه په همدي ډول زما د لټون عمليات پر مخ ولاړ شي لري به نه وي چي تر يوي راتلونكي مياشت به ګوګل او ياهو سرچ پاي ته ورسوم  او له هغه وروسته به د نورو انټرنټي لټون پاڼو په لور ورشم .

په دي حساب سره به (انشاالله ) د ۲۰۰۷ كال تر پاي پوري خپل مقصد يعني د هغي آدرس ومومم.

خو تر هغه وخت يعني د ۲۰۰۷ كال تر پاي پوري به زه او هغه دواړه  د ۳۷ كلونو خاوندان شو  او كه داسي وكړو چي دري كاله هم زما او د هغي كوژدي په تګ را تګ تيره شي  پوره په څلويښت كلني کي به سره واد ه وكړو.

خو دا كار په يو شرط كيدونكى دى چي زه مي وركه مينه بيا پيدا كړم او كه چيرته مي خوارۍ همداسي بي ګتي وي نو هيڅ كله به هم د دوهمي كوژدي څښتن نه شم
ميرويس جلالزئ - کابل

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery