شین سهار وو ، د ونو دپاڼو شرنګي او دمرغانو چڼهارله نري شمال
سره عجبه منظره جوړه کړې وه ، اسد مخ ته اوبه واچولې ، سترګې یې پټې کړې ، پورته یې وکتل ، شنه اسمان ته ځیر شو ،
دښوونکي صاحب خبره ورته یاده شوه چې ویل یې په هرڅه کې دخدای لويي کتلی شو په ځمکه چې رنګارنګ انسان پرې ژوند کوي
، رنګارنګ حیوانات او نباتات پرې ژوندي دي ... په شنه اسمان کې ...
موسک شو سر یې
وخوځاوه ، له ځان سره یې وویل له ښوونکي هم ښه څوک شته ؟ ... راپورته شو ، دکوټې په دروازه کې پرې مور غږ وکړ
.
- اسده زویه مالونه به تر رمې پورې بوځې ؟
- تاخو ویل چې
که ښونځی مې پیل شونور درته نه وایم چې مالونه بوځه ؟
- نو اوس خو یې له بهر بیولوخلاص یې
یواځې یې تر رمې پورې هم نشې بیولای ؟
- ښه سمه ده .
ه کوټې بیرته راوګرځېده ، بهر ووت ، مالونه ېې مخ د کلي د رمې د پنډځي په لوري روان کړل . میږو او وریوته یې فکر شو،
له ځانه سره یې وویل ، داهم لکه موږغوندې عجبه خپله وظیفه پیژني سهار وځي په خپله دنده عمل کوي بېګا هم په خپله
دنده عمل کوي ... موسک شو .
کور ته راغی ، د چایود دسترخوان په سر مور و
ته غوسه وه ، ویل یې چې له کله نه یې ښونځی پیل شوی هیڅ کار ته لاس نه وروړي . خو هغه خپل چای وڅښلو ، پورته شو
کتابونه یې په دستکول کې واچول .
نن یې هم هماغه راز زړه تنګ وو ، ښوونکی نه وو
، په لارې را روان شو ، څه شېبه د کلي په لاره کې احمد او اجمل دوی ته معطل وو ، خو هغوی نه ښکاریدل ، دلارې په خوا
کې کېناست له دستکول څخه یې کتابچه را وایستله .
ډیره شېبه کاغذ ته ځیر وو ،
بیایې په لیکلو پیل وکړ :
بسم الله الرحمن الرحیم .
ډیر ډیر سلامونه له طرفه د اسدالله له پاره د ګران ښوونکي صاحب .
اسلام علیکم ورحمه الله وبرکاته
وروسته
ګران ښوونکی صاحب ، هیله ده چې ښه صحت ولرې زه هم جوړ یم ، ښوونکی صاحب تاخو ویل چې په ماګران یۍ زما له یاده
نه وځۍ او ژر درځم ، اوس خو دادي دنوي کال له پیل څخه درې ورځې تیرې شوې په ښونځي کې ټول وايي چې ښوونکی صاحب خپه دی
...
پدې کې اجمل پرې غږ وکړ .
- هه لکه چې
هان له اوسه د درس ته شروع کړې ده لکه چې سږکال بیاغواړې اول نمره شې ؟
- نه ښوونکي
صاحب ته مې لیک لیکلو .
- ښوونکي صاحب ته ؟
- هو
- سلام سهار پخیر
- سلام سلام ستړي مشۍ .
- ښه نو
یک د ورته ولیکلو ؟
- نه لږ مې لیکلی وو ، ورکه نن ګوندې په خپله راغلی وي .
لدې سره یې کاغذ څیرې کړ ، په لارې روان شول ، ډیره شېبه یې سره خوږ مجلس نښلولی وو ، اجمل
ویل .
- کاشکي ښوونکي راشي
- هاو ولا ښه سړی دی
- په ټولوذده کوونکو ګران دی ، هغه به خپله ویل چې تاسې راباندې ګران یاست ځکه نو زه په تاسې ګ
ان یم .
درې واړو وخندل .
خونن هم ښوونکی
نه وو راغلی ، اسد ټوله ورځ له ځانه سره د ښوونکي په اړه فکر کاوه ، که دا ښوونکی رانشي څرنګه ښوونکی به راځي ؟ ...
بېګا هم ستړی خپلې کوټې ته لاړه ، کتابونه یې راواخیستل ، او په لیکلو یې پیل
وکړ ، ډیره شېبه په کتابونو کې اخته وو ، د نوي کال ټول کتابونه یې له نظره تیر کړل . بیایې نو قلم او کاغذ
اواخیست ، لږ شېبه کاغذ ته ځیر وو ، نرم یې پرې سر کیښود .
ټول ذده کوونکي خپ
وټولګیو ته روان وو، اجمل او احمد هم خوښ ښکاریدل ، په شوخۍ سره ټولګي ته ننوتل ، په ټولګي کې کېناستل ، هماغه
ښوونکی راننوت ، خندانې او ښکلې څیرې یې د ټولو ذده کوونکو په سترګو او څیرو کې خوښۍ وویشلې ، د ټولګي ټولو ذده
کوونکو ورته له ولاړ سۍ وروسته ، ډیر څه ویل چا ویل چې بیا کله راځې چا ویل چې راتلونکی کال به څه ذده کوو.
ښوونکي هم ویل چې ټول باید د ژمي په رخصتیو کې ډیر کوښښ وکړۍ ، د مور او پلار عزت وکړ
ۍ...
اسدله ځانه سره ځیر شو ، داڅرنګه کال وو ، ډیر ژر تیر شو، اجمل یې په مټ وښو
اوه ، هغه هم له ورکتلو سره وویل .
- بس نوژمی به دواړه په واورو کې سات تی
وو ، شیلک به کوو ، درس به یوځای وايو خو پدې شرط چې ته به هم زموږ جومات ته راځې .
اسد هک حیران شوو ، په ټولګي کې یې د خوښیو سیل کاوه ، ټولو ویل چې دسږ کال په رخصتیو کې به داسې کوي
هسې به کوي ...
خو ښوونکي ویل چې دلته زما د دندې وروستۍ ده ، زه به نور نه راځم
دامې وروستۍ کال وو ، بچیانو زه نور نه راځم تاسې په خپلو درسونو کې کوښښ کوۍ راتلونکی کال هم له خیره نوی ښوونکی
راځي دهغه هم ښه احترام ساتۍ اپرین بچیانو تاسې به ددې هیواد راتلونکی جوړوۍ سبا به تاسې زما غوندې د ټولګي په مخ
کې ولاړ واست درس به ووایۍ سبا به تاسې هم ښوونکي واست پس ښه کوښښ وکړۍ او کوښښ وکړۍ چې ښه خلک شۍ هرڅوک ووايي چې ف
انۍ ډیر ښه سړی دی .
ښوونکي نور له ټولګي څخه اجازه واخیسته ، اسد لږه شېبه په
میز سر ایښی وو چې د ماشومانو شور شو ویل یې هلۍ ښوونکی نور په موټر کې سپریږي دستکول یې ورسره واخلۍ او خدای پام
اني ورسره وکړۍ .
اسد رامنډه کړه ، بهر ور ووت ، په دروازه کې ورته ودریده ،
ښوونکی هم را روان وو ، موټر ولاړ وو ، ښوونکي یو یو ذده کوونکی په تندي ښکل کړ ، اسد ورمخکې شو ، د ښوونکي په
سترګو کې اوښکې ګرځېدې ، ویل یې چې زه به مو بیا ونه وینم ځکه زه دبل ولایت یم او نور په خپل ولایت کې دنده اجرا کوم
.
ښوونکی د موټر لور ته روان وو ، اوښکې یې پاکولې ، ذده کوونکو ته یې لاس خوځاوه
، د اسد نور زړه کلک شو په ښوونکي پسې یې ورمنډه کړې په زوره یې چیغه کړه :
چې پدې سره یې پورته ترپ کړل ، سترګې یې وغړولې په کاغذ
یې سر ایښی وو ، لاندې یې کتابچې ته وکتل ، حیران شو ، له ځان سره یې شکر وایست .
یره شېبه یې همداسې چرت نیولی وو ، کاغذ او قلم ته یې کتل ، لږ شېبه کړکۍ ته ځیر شو بېرته خپل کاغذ ته ځیر شو ، دخوب
یوه یوه صحنه یې له سترګو تیرېده .
سترګو ته یې لاس ونیو ، سخت سخت یې وژړل ، هم
داسې یې سترګو ته لاس نیولی وو ، پړمخې پریووت ، څه شېبه یې سترګو ته لاس نیولی وو ، نور یې نو قلم راواخیست او
غوښتل یې یولیک ولیکي خپل ښوونکي ته ټولو ښوونکو ته .
کاغذ یې ځانته راکش کړ ،
ه سترګو یې اوښکې بادیدې ، پزه یې په زور زور کشوله ، په ځان نه پوهیده چې څه لیکي ، خوڅه شېبه وروسته یې چې پام شو
دریمه او څلورمه پاڼه یې هم ډکه کړې وه خو لایې هم زړه غوښتل ډیر څه نور هم ولیکي .
سهار یې دستکول راواخیست ، مور هرڅو ورته وویل چې چای ته ایسار شي خو پاتې نشو ، روان شوله کوره چې ووت د څا
په غاړه دګلانو ونې ته یې پام شو . عجبه ونه وه ، تراوسه لا هیڅ ونې ګلان نه وو کړي خو دغې ونې بیا ګلان شلولي وو .
ورغی ډیره شېبه پکې اخته وو ، دګلانو یوه ګېډۍ یې جوړه کړه ، ورته ویې کتل ،
بیاپه چرت کې شو له ځانه سره یې وویل که نه وي راغلی ؟
خو زړه نا زړه له کوره ووت
په لارې یې ټوله لاره په ښوونکي کې فکروکړ ، بیا به یې دګلانو ګېډۍ ته پام شو ، له لږ مزل وروسته ناڅاپه په لارې کې
ودریده ، دستکول یې پرانست ، له ځانه سره یې وویل هسې نه چې لیک مې له یاده وتلی وي .
خو دکتابچې په منځ کې یې لیک پیدا کړ ، اوږد لیک وو څو پاڼې په یوبل پسې تړلې وې او ټول په ښکلي لیک لیکلی وو .
د لارې په خوا کې ورته کېناست ، د لیک په پای کې ولیکل .
تاموږ داسې روزلي یو لکه زموږ د څادغاړې ونې چې خپل ګلونه روزلي دي ، هغه هم نه ستړې کیږي ته هم نه
ستړی کیږې ، هغه هم ډله ډله ګلونه نیسي او خلک یې ترې شکوي بیا نور روزي ته هم داسې .
خو نه ته له هغې ونې هم ډیر ښه یې ، ته ډیر ښه یې .
ټوله لاره یې دعاوې کولې چې
ښوونکی راغلی وي ، سهار ډيروختي ښوونځي ته ورسیده ، هیڅوک هم نه وو راغلي ، هغه لږه شېبه له ښوونځي بهر د دراوزې
ترڅنګ ناست وو چې په ښوونځي کې یې دننه د څه شي غږ واورېده ، دروازه یې ټیله کړه چې خلاصه وه دننه ورغی ، وړاندې یې
په ټولګي کې خپل ښوونکی ولید چې میزونه یې پاکول او تخته یې سموله .
اسد لږ شېبه
ورته وکتل ، په سترګو کې یې اوښکې راوګرځېدې ، نور یې نو له خوښۍ څخه په زوره چیغه کړه .
ښوونکي له ټولګي ورته راټوپ کړل ، راغی اسد یې په تندي ښکل کړ ، د ګلونو ګېډۍ یې له لاسه واخیسته ،
نور هغه هم ونه شو کولای ... ډیره شېبه یې اسد په غیږ کې نیولی وو ښه یې په زوره زوره ورته وژړل ، بیا د اسد سترګو
ته ځیر وو او ورته ویې ویل .
او تاسې بیا له ګلونو ډیر ښه یاست ، له ګلونو هم ډیر
ښه یاست .
..... نه له ګلونو هم ډیرښکلي یاست .
تهران ۸/۲/۱۳۸۶ دایران د نړیوال راډیو ټلویزیون میلمستون