ليكوال: هيكټور هوګ مونرو (ساكي)
ژباړن: عبدالنافع (ثنا)
(لن
ه كيسه)
((ښاغلى نوټل! ترور به مي اوس راتلونكې وي خو تر هغه وخته
له ما سره بوخت اوسه!))
دا خبره
يوې جرئتمندي پنځلس كلني پېغلي وكړه. فريمټن نوټل هڅه وكړه داسي يو څه ووائي چي وريره او راروانه ترور دواړي پ
ې خوښي كړي خو دا ګړى تر هر وخت زړه نازړه ؤ چي ايا داسي ناپېژاندو كورنيو ته دده ورتګ به دده د ورپيښي رواني
نارغۍ په رغولو كي كومه مرسته وكړي كه څنګه؟
كله چي هغه كلي ته د تګ لپاره چم
تو والى نيوى، خور ئې ورته ويلي وه: (( زه پوهېږم چي څه به كېږي. ته به ځان له ټولو ګوښه كړې او له چا سره به خبري نه
كوې چي اعصاب به دي د يوازيتوب له امله نور هم زيانمن سي. زه به د يو څو تنو په نوم باندي چي زه ئې هلته پېژنم،
يكونه دركړم او هغوى ته به دي وروپېژنم.ځيني خو ئې چي زما په ياديږي، ډېر ښه خلك وه.))
فريمټن نه پوهېدى چي مېرمن سېپلټن به، چي له ليكونو به ئې يو هغې ته هم وركاوه، هغسي
ښه ښځه وي او كه نه؟
نجلۍ، چي ګمان ئې كاوه ډېر ګړى چوپ پاته سوي دي، پوښتنه
وكړه: (( ته دلته ډېر خلك پېژنې؟)) فريمټن ځواب وركړ(( هيڅ ئې نه پېژنم. ته خبره ئې زما خور څلور كاله وړاندي دلته د
كليسا په مېلمستون كي هستوګنه كول او هغې دلته د ځينو خلكو په نوم زما د ورپېژندلو لپاره ليكونه راكړي دي.)) و
وستۍ جمله ئې داسي ادا كړل چي ورڅخه د هغه پښېماني څرګندېدل. پيغلي ورته وويل:(( يعني ته زما د ترور په اړه هيڅ
نه پوهېږې؟)) مېلمه ورغبرګه كړه ((يوازي ئې نوم او پته را معلوم دي))
هغه ته نه
معلومېده چي مېرمن سيپلټن به واده سوې وي او كه طلاقه؟ د كوټې وضعي ورته داسي څرګندول لكه چي واده سوې وي. ماشوم
ي ورته وويل:(( درې كاله وړاندي پر هغې باندي يو ستر ناورين راپرېوت، كېداى سي ستا د خور په وختو كي به ؤ)) فريمټن
ورغبرګه كړه: (( ناورين؟!!)) د كلي په دې آرام چاپېريال كي ناورين ورته ناپېښه غوندي ښكاره سو. وريرې يوې لوئي كړكۍ
ته چي غولي ته خلاصه وه، اشاره وكړه ((ته به چورت وهې چي د اكتوبر په دې ماسبښين باندي مو ولي هغه كړكۍ پرانيستې
ساتلې ده؟)) فريمټن وويل: (( اوس خو دومره ګرمي هم نسته خو ايا دا د هغې له ناورين سره تړاؤ لري؟)) نجلۍ ځواب وركړ.((
له نن څخه درې كاله وړاندي د هغې خاوند او دوه وروڼه له دې كړكۍ څخه د خپل ورځني ښكار په پلمه ووتل خو تر ننه نه
دي راګرځېدلي. له شاړو په تېرېدلو هغوى د مرغيو د ښكار لپاره د خپلي خوښي سيمي ته ورسېدل خو له سترګو نهامو خټو
اګېر كړل. دا همغه وېروونكى باراني دوبى ؤ او په نورو كلونو كي
به دا سيمي خوندي وې، خو هغه كال ئې ناڅاپي بڼه واړول. د هغوى لاښونه چا و نه موندل. دا ئې د كيسې غموونكې برخه
ده.)) دلته نو د نجلۍ ږغ جرئت له لاسه وركړ او ژړغونى غوندي سو.((خواره ترور مي تل په چورت كي وي چي هغوى به يوه ورځ بيرته راو ګرځي، هغوى او د هغوى سپى به له هغي كړكۍ څخه د پخوا په څېر راوګرځي. ځكه
نو دا كړكۍ هر مازديګر پرانيستې وي تر څو ښه ماښام كيږي.خواره ترور! هغه تل ماته كيسه كوي چي څنګه هغوى ولاړل،
له كوره د وتلو پر وخت د هغې د خاوند سپين باراني كوټ پر اوږو ؤ ، او كشر ورور ئې (راني) د (برټي، ولي په ټوپونو ئې)* په زمزمو
ګيا ؤ. هغه به تل دا زمزمه د ترور د زورولو لپاره كول ځكه هغې ويل چي ښه نه ورباندي لګېږي. پوهېږي؟ د نن غوندي په
ځينو آرامو مازديګرونو كي داسي احساسوم چي هغوى به له هغې كړكۍ نه راننوزي.)) نجلۍ لږ وخوځېده او څبره ئې پرې كړه.
فريمټن لږه ساه واخيستل څو ترور د ناوخته كېدو له امله د بخښنو په غوښتلو كوټې ته
اننوتل او وئې ويل. (( خداى دي وكړي چي ويرا مصروف ساتلي ياست)) فريمټن ځواب وركړ ((ددې بانډار خورا خوږ د
)).
مېرمن سېپلټن ورته وويل (( خداى دي وكړي چي دا پرانيستې كړكۍ درباندي بده و
نه لګيږي. زما خاوند او وروڼه به له ښكار څخه نيغ كور ته را روان وي، هغوى تل له دې لاري راځي. هغوى په خټينو ځم
كو كي د مرغيو په ښكار پسي وتلي دي نو نن به بيا راته پر خوارو غاليو ښه ګډوډي جوړه كړي، لكه تاسي نارينه چي ئې
تل كوئ.
هغې همداسي په خوشالو ټكو كي خپلي كيسې ته ادامه وركړه چي مرغۍ كمي دي
او په ژمي كي د هيليو ښكار ته تمه ډېره وي. فرېمټن ته دا خبري ويروونكي وې او ناكامه هڅه ئې وكړه چي خبري پر بل مخ
واړوي خو ځير سو چي د هغې د توجه ايله يوه كوچنۍ برخه د ده لور ته ده او نور نو په پرله
پسې ډول ئې سترګي د كړكۍ او غولي پر لور كږې دي. دا بس د فرېمټن كوټه بخت ؤ چي د داسي يوې
بدمرغي كليزي په درشل كي دې كور ته راغلى ؤ.
فرېمټن ورته وويل(( ډاكټرانو
اته د بشپړي هوسايني او همداراز له جسماني او اعصبي فشار څخه د ځان ژغورني راته ويلي دي خو د پرهېز په اړه ئې څه
نه دي راته ويلي. )) فرېمټن د ډېرو خلكو په څېر په تېروتني سره باور لاره چي هر نوى څوك چي له ده سره ويني، دده د نا
جوړۍ، د هغې د لاملونو او همداراز د تداوي په هكله پوهېدلو ته لېواله دي.
م
ېرمن سيپلټن په داسي حال كي چي ارږمۍ ئې وكښل، ورغبرګه كړه ((نه؟)). بيا نو ناڅاپۍ ځيره سوه، خو د فرېمټن خبري ته نه
. هغې چيغه كړه (( هغه دى آخر هغوى راغله، سم د چايو پر وخت باندي، څومره په خټو ككړ دي!)) فرېمټن ورو تكان وخوړ او
د وريرې پر لور ئې په داسي ډول سترګي ورواړولې لكه چي هغې ته د خواخوږۍ څرګندونه كوي. نج
ۍ په هولكي سترګو د كړكۍ پر لوري كتل. فرېمټن هم په يو ناڅرګنده ويره كي راګېر سو، څرخ ئې وخوړ او هغه لور ته ئې
سترګي واړولې.
په تياره ماښام كي درې څېرې ښكارېدلې چي له غولي څخه پر راتې
ېدلو وې او د كړكۍ پر لور راروان وه.له هغوى ټولو سره تر بازو لاندي ټوپكي وې او د يوه پر اوږو باندي سپين كوټ
اځوړند ؤ.ددوى په پښو كي يو ستړى غوندي سپى هم راروان معلومېدى. هغوى په كرارۍ سره كړكۍ ته رانژدې كېدل او بيا د
تيارو له منځ څخه په يوه ډډ غوندي آواز باندي زمزمه اوچته سوه
(( وايم برټي، ولي په ټوپونو ئې))
فرېمټن په بېړه خپله لكړه او خولۍ راونيول او په
تراټه باندي د غولي له دروازې، له ډبرين دالانه او بيا له لوئي دروازې ووت او پر واټ باندي يو بايسكل والا له
دې امله چي له هغه سره له ټكرېدو ځان بچ كړي، اړ سو چي ځان د واټ اړخ ته واچوي.
د
سپين كوټ څښتن چي يو څه په خټو ككړ ؤ خو ډيره برخه ئې وچه وه له كړكۍ څخه په راننوتلو، وويل((دا دى موږ راغلو. دا
څوك ؤ چي زموږ په راتللو سره په منډه ووت))
مېرمن سېپلټن ځواب وركړه((يو
عجيبه سړى دى، ښاغلى نوټل، يوازي د خپلي ناجوړۍ په هكله ږغيږي، او بېله خداى په امانۍ او بخښني غوښتلو داسي
بهر ووت ته وا پېرى ئې وليد.))
ورېرې په كراره سره وويل(( زه چي وايم د سپي له امله
ولاړى، هغه ما ته وويل چي له سپيو بېرېږي، هغه يو ورځ د ګنګا پر غاړه په يوه هديره كي د سپيو يوې ډلې راګېر كړى ؤ
او دى اړ سوى ؤ چي هغه شپه په يوه نوي كيندل سوي قبر كي تېره كړي چي دا ژوى ئې هم پر سر باندي په ځګنو داړو او
غپېدلو سره ولاړه وه. ځكه ئې نو اعصاب له لاسه وركړي دي.
په لنډه شېبه كي د ټوكو
جوړول د هغې ځانګړنه وه.
* يوه محلي سندره ده. (ژباړن)