دخپریدو نیټه : 2007-06-24 مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل
دژوند قانون
احمد جاويد اورښت
ابراهيم لږ نور هم نغري ته نږدې شو او خپلې اوږې يې په څادر باندې پټې
کړې ، له اور څخه يې لرګى راپورته کړ اودهغه ناسوځيدلې څنډه يې داور په منځ کې کيښوده .
مور يې چې دنغ
ي په خوا کې په يوه لمڅي ملاسته او يوه زړه بړستن يې اغوستې وه ،نري نري زږيروي کول اودده په زړه کې نامرئي
انته ويره زيږوله .
شاته يې وکتل دکړکۍ پلاستيک يې له نظره تير کړ، د پلاستيک له سوريوڅخه کوټې ته سړه
هواراتله اودخونې هوايي توديدو ته نه پريښوده .
نغرى دخونې په يوه کونج کې له ديوالونو سره په يو يا يونيم م
تر واټن کې جوړ شوى وو ، ددواړو ديوالونو په منځ کې نغري ته نږدي دتوت لرګي پراته و.
دلرګيو په خوا کې دپلار
دناستې ځاى وو اودغه ځاى به ترهغو چې پلار کورته نه وو راستون شوى خالي وو،ابراهيم به کله ناکله په دې ځاى کې
ناست ووخو دپلار له راتګ سره به له ځايه پورته شواو ځاى به يې خپل پلار ته پريښود ،ماشومو ځامنو به يې کله کله
دباباترراتلو پورې دهغه په ځاى په خپلو کې سره شخړه کوله .
دابراهيم پلار تير کال دزړه دناروغۍ له امله مړ شوى
وو.
کله چې ابراهيم يوځل بيا له اور څخه لرګى راپورته او بې ځايه کړ مور يې په ريږديدلي غږ ورته وويل چې بچيه
دپلار عادت دې تا ته رسيدلى دى پلار به دې هم دنغري لرګي زيات خوځول اوزمابه ورسره په دې خبره تل جنګ وو،
او زما له خبرو وروسته به لرګيو يوه شيبه دمه ووهله خو شيبه وروسته به يې بيرته دا کار پيل کړ .
دې خبرې اب
اهيم ته تير کلونه په ياد کړل، دپلار په فکر کې ډوب شود اسې چې تاويل مخامخ ورته ناست دى ، دهغه سپينه ږ
يره ، سپينې جامې، دهغه دمخ راوتلي هډوکي ، دهغه په لاس کې دلرګي کوچنۍ کوچنۍ اوږدې تسپې چې په يوه تور مزي يې
دواسکټ په پورتني جيب کې پنګ کړې وې او په نريو او له رګونو ډکو ګوتو يې يوه يوه اړوله ، ابراهيم لا په چورتونو
کې ډوب وواو په ځير ځير يې خپل پلار ته کتل چې دهغه مشر ځوې له هغه څخه دڅه شي پوښتنه وکړه او دهغه دچورتونو لړۍ
يې وشلوله ،پرته له دې چې دځوې ځواب ورکړي شاوخوا يې وکتل .
نغري په خپل ځاى کې له سکروټوغيږ چاپير کړې وه ، لاټين
دکوټې په منځ په يوې کوتۍ باندې ايښىاودنغري له لمبو سره يې دخونې په روښانه کولو کې مرسته کوله ،په خونه
کې هماغه هوار تغر ، هماغه وړه کړکۍ ....... ، لنډه داچې ټوله شيان په خپل حال او په خپل ځاى کې وو،ټولو شيانوخپ
ه دنده ترسره کوله. خويوازې پلارپه خپل ځاى کې نه وو.
ابراهيم سوچ کاوه چې ايا دپلار دنده پاى ته رسيدلې وه
؟
ايا هغه ته نوره اړتيا نه وه ؟
ايا انسانان هم دنورو شيانو په شان کله چې له کاره ولويږي بايد له منځه و
اړشي ؟
بيا يې له ځانه سره وويل ،نه نه همد ا خو دژوند قانون دى ،دنيا ته سترګې پرانستل او بيرته پټول .
ابراهيم شاوخواوکتل ، ټول په خپلو ځايونو ناست وو، ناڅاپه يې پام شو چې دپلار ځاى خالي ندى اودى په خپله دپ
ار په ځاى کې ناست دى ،دکور ټولو غړو ته يې وکتل ، مشر ځوې يې دده په ځاى کې ناست وو.
په خونه کې چوپتيا خوره وه د
مبو رڼا دهغوې سيورى پرديوال ورو ورو خوځول، يوازې دمور غلې شان زګيروي اوريدل کيدل، هغه په لمبو سترګې ګنډلې
وې لمبو زور اخيستى وو او لرګي يې يو په بل پسې په ايرو بدلول .
ابراهيم له ځانه سره يې وويل ( همداخودژوند
انون دى ) .
١٣٨٥:٨:٨